په جینوا کې د دغه سازمان د بشري غبرګون او بیارغونې د څانګې مشرې، ماریا مویتا، خبریالانو ته وویل چې دا شمیرې په نړیواله کچه د وضعیت خرابوالی ښیي. هغې زیاته کړه: "په اسیا کې تر بل هر وخت ډېرې مړینې ثبت شوي، چې په اغېزمنو شویو کسانو کې په سلګونو روهینګیايي او افغان کډوال شامل دي."
مویتا وویل چې د کډوالۍ فشارونه نه دي کم شوي، خو د جګړو، اقلیمي بدلونونو، د کاري ځواک اړتیاو او د پالیسیو د بدلون له امله لارې بدلې شوې دي. هغې وویل: "هغه څه چې موږ یې ګورو دا دي چې لارې په بدلېدو دي. په ځینو پیژندل شویو لارو کې د کډوالو ورتګ کم شوی، خو سفرونه ډیری وختونه اوږده، پاشلي او په زیاتیدونکي ډول خطرناک شوي دي."
له بلې خوا، د د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې انډریا ګارسیا وویل چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله په شمیرو کې کمښت راغلی دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۹۱۹۷ کډوال مړه شوي وو. هغې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې دا کمه شمیره حتماً د دې مانا نه لري چې لږ خلک مړه شوي، بلکه دا معلوماتو ته د لاسرسي د نشتوالي او د ډیرو پیښو د تاییدولو د ستونزو ښکارندويي کوي.
ګارسیا زیاته کړه چې شاوخوا ۱۵۰۰ نورې مړینې یا ورکېدنې هم شتون لري چې دغه اداره یې پر پېښېدو باوري ده، خو د کافي ثبوتونو د نشتوالي له امله یې په رسمي شمیرو کې نه شي شاملولی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د مدیترانې منځنۍ برخه لا هم د کډوالۍ تر ټولو خونړۍ لاره ده، په داسې حال کې چې د بنګال په خلیج کې د مړینې کچه د پرله پسې دریم کال لپاره مخ په لوړیدو ده. دغې ادارې دا هم ویلي چې هغه ځمکنۍ لارې چې افغان کډوال ترې د تېښتې لپاره کار اخلي، هم د نړۍ د تر ټولو خطرناکو او خونړیو لارو په ډله کې دي.











