جرمني په دغه بلاک کې په بهر کې د زېږېدلو خلکو تر ټولو لوی کوربه هېواد پاتې شوی چې نږدې ۱۸ میلیونه کډوال پکې مېشت دي او ۷۲ سلنه یې د کار کولو په عمر برابر دي؛ په داسې حال کې چې اسپانیا په وروستیو کې تر ټولو چټکه وده ثبت کړې ده.
په برلین کې د کډوالۍ په اړه د څېړنې او تحلیل مرکز (RFBerlin) لخوا د چهارشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپایي ټولنه کې د میشتو کډوالو شمېر د ریکارډ په کچه ۶۴.۲ میلیونو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله پکې شاوخوا ۲.۱ میلیونه زیاتوالی راغلی دی.
دغه راپور د 'یورو سټاټ' (Eurostat) او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو په حواله ویلي چې دغه شمېره په ۲۰۱۰ کال کې ۴۰ میلیونه وه.
جرمني په دغه بلاک کې په بهر کې د زېږېدلو خلکو تر ټولو لوی کوربه هېواد پاتې شوی چې نږدې ۱۸ میلیونه کډوال پکې مېشت دي او ۷۲ سلنه یې د کار په عمر برابر دي. له بلې خوا اسپانیا په وروستیو کې تر ټولو چټکه وده کړې او شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ نور کډوال ور زیات شوي چې هلته یې د بهرنیو وګړو شمېر ۹.۵ میلیونو ته رسولی دی.
د راپور یو تن لیکوال، توماسو فراټیني وویل: "جرمني په اروپا کې د کډوالو لپاره اصلي مقصد پاتې شوی؛ که د ټول شمېر له مخې وي او که تر ډېره حده د خپل نفوس په پرتله."
دې مطالعې ویلي چې د کډوالۍ بڼه په ټوله اروپایي ټولنه کې یوشان نه ده؛ لوګزامبورګ، مالټا او د قبرس یوناني اداره د خپل نفوس په پرتله د کډوالو له خورا لوړې کچې سره مخ دي.
د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه هم په ځینو ځانګړو هېوادونو کې متمرکز وو؛ اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او جرمني د ټولو غوښتنلیکونو نږدې درې پر څلورمه برخه جوړوي. جرمني په مجموعي توګه په اروپایي ټولنه کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر درلود چې ۲.۷ میلیونه کسان کېږي.







