تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې د بهیر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ،"دا اړینه ده چې (پي‌کې‌کې) ترهګریز سازمان په خپلو ټولو برخو سره وسلې پرمځکه کښږدي، ناقانونه جوړښت یې له منځه یووړل شي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان

ولسمشر اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره چې دوی غواړي د تروریزم مسله، کومه چې لسیزې راهیسې د ځاني تلفاتو، د سرچینو د مصرفېدو او د تورکیې او سیمې د پرمختګ په وړاندې د خنډ سبب شوې ده، په دایمي توګه له اجنډا څخه وباسي.

هغه وویل چې "موږ د پي‌کې‌کې لخوا د منحل کېدو او وسلو پرمځکه ایښودو په اړه پرېکړې په دې برخه کې یو مهم پړاو ګڼو، مګر اصلي خبره دا ده چې نیول شوې پرېکړې په ډګر کې په بشپړ ډول پلي شي. دا اړینه ده چې دا ترهګری سازمان په خپلو ټولو برخو سره وسلې پرمځکه کښږدي، ناقانونه جوړښت یې له منځه یووړل شي، او دا پروسه د زموږ د هیواد د اړوندو ادارو لخوا تثبیت او تایید شي. موږ په سوریه کې پرمختګونه هم په همدې لیدلوري تعقیبوو. هلته د ټولو وسله والو برخو یوځای کېدل د مرکزي دولتي جوړښت تر تر سیوري لاندې، د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ټولنیز وحدت د پیاوړتیا لپاره حتمي دي. موږ د دې پروسې ملاتړ کوو چې د مساوي تابعیت په بنسټ پرمخ ولاړه شي، او داسې یو نظم جوړ شي چې د کردانو په شمول د سوریې ټول ولس پکې ځان خوندي، ازاد او سوکاله احساس کړي. څومره چې د سوریې وحدت پیاوړی شي، په هماغه اندازه به زموږ د سیمې امنیت هم پیاوړی شي."

ولسمشر اردوغان د خپلو خبرو په ترڅ کې دا ارزونه وکړه:

"کردان زموږ وروڼه دي. زر کاله کېږي چې یوځای څنګ په څنګ اوسېږو. زموږ خوښۍ او غمونه یو دي. زه تل وایم: د کردانو، عربانو او تورکي ژبو په توګه موږ د غوښې او نوکانو په څیر یو. موږ د خپلو کُرُدو وروڼو ارام، امنیت او سوکالي د تروریستي سازمانونو یا بهرنیو ځواکونو له محاسبو څخه جلا کوو. د تورکیې معیار توکمیز هویت نه دی، بلکې تروریزم، تاوتریخوالی او زموږ ملي امنیت ته ګواښ دی. موږ پر دې باور یو چې په خپله سیمه کې باید هېڅ ټولنې ته اجازه ورنکړل شي چې د نورو هېوادونو د نیابتې جګړو (پراکسی جګړو) لپاره وکارول شي."

 

وپلټۍ
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
د ورځې مهم لنډ خبرونه
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
زیلینسکي او مکرون د اوکراین د هوايي دفاع او ژمي د ملاتړ په اړه خبرې وکړي
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
له ۱۶۰ څخه زیاتو لوبغاړو د ایرلینډ او اسرائیل د فوټبال سیالۍ د بایکاټ غوښتنه وکړه
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی