نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د اور لګېدنې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی .
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شول.

د بوخوم اور وژنې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ځايي وخت په سهار شاوخوا ۴:۱۵ بجو د بوخوم په «پوسټ» واټ کې پر یو آپارتمان د اور لګېدنې په اړه خبر ورکړل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ودانۍ کې ۳ کسان په پېښه کې ځای پر ځای مړه شوي او ۵ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بوخوم پولیسو په وینا، د اور لګېدنې د څېړلو لپاره د بوخوم څارنوالۍ تر همغږۍ لاندې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.

پولیسو تر اوسه د اور لګېدنې د لامل او د مړو شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي