د ناټو له لوري په خپره شوې رسمي خبرپاڼه کې راغلي، دا تمرینات چې د اکټوبر پر ۱۳مه پیلېږي، سږ کال د ایټالیا په کوربهتوب د ۱۷ غړیو هېوادونو په ګډون ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دا فعالیت د ناټو د چمتووالي کچې لوړولو، او د هغو کړنلارو د ازمویلو په موخه مخکې له مخکې پلان شوي او معمول تمرین دی چې د دغه سازمان د دفاعي او مخنیوي کوونکي ظرفیتونو له پياوړتیا سره مرسته کوي.
ناټو روښانه کړې چې په دې مانور کې له اصلي اټومي وسلو کار نه اخیستل کېږي او تمرین د هیڅ مشخص هېواد پر ضد نه دی. په خبرپاڼه کې د ناټو د عمومي منشي مارک روټه څرګندونو ته ځای ورکړ شوی دی.
«ناټو یو دفاعي ائتلاف دی. دا تمرین موږ ته لاره هواروي چې د سولې د ساتلو، د فشارونو د مخنیوي او د تېري کوونکو د بېوسې کولو لپاره یو خوندي، اغېزمن او باوري ظرفیت وساتو. دا تمرین په ورته وخت کې د ناټو د غړیو ترمنځ د پیوستون او هوډ ښکاره پیغام رسوي.»


















