وان هولن د امریکا مېشتي شرکت (X) ټولنیزې رسنۍ په خپل حساب کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: "په اسرائیلو کې د امریکا سفارت د امریکايي اتباعو د وژل کېدو په اړه معلومات پټوي."
دې ډیموکرات سناتور د دې خبرې په کولو سره چې "(په اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک) هکابي او په دې برخه کې د هغه باصلاحیته استازی د نتنیاهو او د اسرائیلو د حکومت د ساتنې په موخه پر دې معلوماتو پرده اچوي .د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه وغوښتل چې "د پټولو دا هڅه وڅېړي".
وان هولن د دې خبرې په یادولو سره چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه اداره دمګړۍ "د اسرائیلو د حکومت ساتنه کوي او پر کړنو یې پرده اچوي"، خپل دا نظر شریک کړ: "که موږ د وژل شویو امریکايي اتباعو له حقونو څخه دفاع ونه کړو، دا حالت په ډاګه کوي چې موږ د هېچا – که هغه په لوېدیځه غاړه کې وي یا د نړۍ په بل هر ځای کې – چې په ناحقه وژل شوی وي، دفاع نه شو کولای."






















