منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د حوثیانو لخوا پر سعودي هوايي ډګرونو دویم برید دی. په لومړي برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي وو). په دمام کې د ملک  فهد پر هوايي ډګر هم برید شوی دی.
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر په شوي برید کې ۱ تن ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې  د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې تایید کړه چې وژل شوی کس پاکستانی تبعه دی او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغې ادارې (ویلي چې برید مالي زیانونه هم اړولي او د زیانونو د ارزونې چارې روانې دي.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف اعلان کړی و چې د یکشنبې په ماسپښین یو نامعلوم توکی د هوايي ډګر پر څلورم (4) ترمینل لګېدلی او د اورلګېدنې لامل شوی دی.

یاد برید پر همدې هوايي ډګر له یوه بل برید څخه یوه ورځ وروسته رامنځته شوی چې په ترڅ کې یې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

د سعودي پر هوايي چلند او نفتو پر تاسیساتو بریدونه

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د دغه برید پړه پر حوثي ملیشو واچوله او دغه پېښه یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه وبلله، او زیاته یې کړه چې دوی به ورته سخت ځواب ورکړي.

سعودي عربستان تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په ختیځ ښار دمام کې د ملک فهد په نړیوال هوايي ډګر هم برید شوی، دا په داسې حال کې ده چې یمني حوثي ملیشو ادعا کړې وه چې په سعودي عربستان کې یې پر دوو هوايي ډګرونو او د تېلو پر سترو تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د سعودي د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې خبر ورکړی چې له اړوندو چارواکو سره په همغږۍ کې په هوايي ډګر کې د زیانونو د ارزونې او امنیتي څېړنو چارې پر مخ وړي.

چارواکو د ځاني زیانونو یا د مالي زیان د کچې په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د ایکس (X) ټولنیزې شبکې له لارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دوی هوايي مدافع سیستم د سعودي عربستان په ختیځه سیمه کې یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نیولې او له منځه وړې ده.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ