نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو دي
د کرملین په ویب پاڼه کې د ولسمشرپوتین او امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیلیفوني خبرو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
پوتین

د کرملین لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې، پوتین د دې په بیانولو سره چې په دې خبرو کې یې د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې پر پرمختګونو بحث کړی، وویل: "روسي لوري تایید کړه چې د امریکا او نړۍ بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو دی. زه باور لرم چې دا به پر ټول نړیوال اقتصاد مثبتې اغېزې ولري."

پوتین څرګنده کړه چې په دغو خبرو کې د اوکراین د کړکېچ د حل پر امکاناتو په هر اړخیزه توګه غور وشو، او همدارنګه د ایران پر وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو پر بېلابېلو اړخونو هم بحث وشو.

پوتین پر دې خبرې په ټینګار سره چې دوی د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مخامخ اړیکو پر دوام موافقه کړې، یادونه وکړه چې د ولسمشرۍ د ادارو، استخباراتي سازمانونو او نورو بنسټونو ترمنځ به همکاري هم دوام ولري.

ټرمپ نن په خپلو څرګندونو کې اعلان وکړ چې له پوتین سره یې هوکړه کړې چې روسیه به امریکا او نړیوالو بازارونو ته په لومړي پړاو کې له ۳۰۰ زره ټنو څخه ډېر، د نومبر په میاشت کې ۵۰۰ زره ټنه اضافي او له هغې وروسته ۱ میلیون ټنه ډیزل تېل برابر کړي.

د امریکا د مالیې وزارت هم خبر ورکړی و چې نړیوالو بازارونو ته د روسیې د ډیزل تېلو د عرضې (وړاندې کولو) د اجازې ورکولو په موخه به یو لنډمهاله عمومي جواز صادر کړي.

 

وپلټۍ
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.