افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت اعلان کړی چې په سرحدي سیمو کې د پاکستان په عملیاتو کې ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی، خو د اسلام آباد حکومت دا خبره رد کړې ده.
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.

په کابل کې د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي ان ان (CNN) سره په خبرو کې، پاکستان په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو تورن کړی دی.

د بلخي د دې خبرې په غبرګون کې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایکس (X) پر ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې د افغانستان ادعاوې رد شوې او ویل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د حکومت لخوا پر پاکستان په شویو بریدونو کې له ۳۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې هېڅ یو دولت نشي کولای د خپلو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د په نښه کېدو پر وړاندې بې تفاوته (غیر فعال) پاتې شي. په خبرپاڼه کې راغلي: "د دې ډول ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان اقدامات د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې، د اړتیا د اصولو له مخې او د وروستي اقدام په توګه پورته شوي ګامونه دي، چې یوازې ترهګر او په افغانستان کې د هغوی د لوژستیکي ملاتړ اډې یې په نښه کړې دي."

په اعلامیه کې زیاته شوې چې پاکستان د (ملکي او پوځي ترمنځ) د توپیر کولو او احتیاطي تدابیرو نیولو اصولو ته پابند دی، او هره هغه ادعا چې د دې خلاف اشارې کوي، په کلکه ردوي.

 

وپلټۍ
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي