وزارت د اردن په کرک ښار کې پر یوې کلیسا د شوي وسله وال برید په تړاو یوه لیکلې اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې پر کلیسا د شوي وسله وال برید د کلک غندلو ترڅنګ راغلي دي: "په برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو او د اردن خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوو. د هېواد یووالي او ارامۍ په نښه کوونکي دغه منفور (کرکجن) برید پر وړاندې، موږ له اردن سره پر خپل پیوستون یو ځل بیا ټینګار کوو."
د اردن په کرک ښار کې پر یوې کلیسا په شوي وسله وال برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي وو.
وړاندیز شوي
د اردن لومړي وزیر جعفر حسن اعلان کړی و، چې په برید کې د وژل شویو کسانو د یاد په درناوي په ټول هېواد کې د ۳ ورځو لپاره ماتم اعلان شوی دی.




























