د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو اصلاحاتو غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لا عادلانه او ټول شموله کړي، او د نړیوالو بحرانونو د هوارولو لپاره یې د دغه سازمان د وړتیاوو پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ورځې او د دغه سازمان د تاسیس د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې، د تورکیې د اړیکو ریاست په ترکي ټولنیزې رسنۍ (NSosyal) کې شریک کړل چې اردوغان وویل، د نړیوالو ننګونو په منځ کې د ملګرو ملتونو بنسټیز ماموریت لاهم مخ په زیاتېدونکي ډول مهم دی.
هغه وویل: "دا په ځانګړې توګه مهمه شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره یو ډېر عادلانه او ټول شموله جوړښت رامینځته شي ترڅو د نړیوالې ټولنې هیلې پوره کړای شي."
اردوغان روانې جګړې، بشري ناورینونه، د اقلیم بدلون، لوږه، بېوزلي، نژاد پرستي، زینوفوبیا (د پردیو پر وړاندې کرکه) او اسلاموفوبیا د هغو ننګونو په توګه یاد کړل چې د ملګرو ملتونو دوامداره اهمیت په ګوته کوي.
هغه وویل، دا سازمان چې له دوو نړیوالو جګړو وروسته "د جګړې له ناورین څخه د راتلونکو نسلونو د ژغورلو" په موخه رامینځته شوی، د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو او د پراختیا او هوساینې په وده کې مهم مسؤلیتونه پر غاړه اخیستي دي.
اردوغان غزې ته په اشارې سره، وویل چې په یاده نسل وژنه کې د ۷۴۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه او په نورو ځایونو کې شخړې، د اصلاحاتو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.
هغه له هېوادونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو منشور ته لا زیات ژمن واوسي او د دغه سازمان د اصلي ارګانونو د اغېزمنتیا د لوړولو لپاره د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
اردوغان همدارنګه د (UN80) نوښت لپاره چې د سرمنشي انتونیو ګوترش لخوا پیل شوی، د تورکیې پر ملاتړ بیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "موږ له دې سازمان سره په نږدې همکارۍ کار کوو ترڅو د ملګرو ملتونو پر یوه مرکز د استانبول د بدلولو هدف ته ورسیږو."
په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، اردوغان د تورکیې پر هغه هوډ بیا ټینګار وکړ چې د یوه ډېر اغېزمن او ټول شموله نړیوال سیستم په لور د هڅو ملاتړ کوي.




























