شکمن کس نیول شوی او د پولیسو په توقیف کې دی.
د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ دفتر ویلي چې دوی د پلازمینې لویدیځ په ټریپز او ګاونډي لا ویریر کې د برید په اړه "د ترهګریز فعالیت په تړاو د وژنې قضیه" څېړي.
د فرانسې لومړي وزیر سباستین لېکورنو ویلي چې د جمعې په سهار د ایولین په سیمه کې یوه وسله وال پر خلکو ډزې وکړې.
وړاندیز شوي
هغه پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي، "دغه کس نیول شوی او د پولیسو په توقیف کې دی.» نوموړي زیاته کړې چې ټول امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول چمتو او په عملیاتو کې ښکېل دي.
د «بياېفاېم ټيوي» ټلوېزیون د راپور له مخې، شکمن کس لومړی په تراپ او وروسته په لا وریېر ښار کې له یوه موټر څخه پر خلکو ډزې وکړې.
د راپورونو له مخې، د پېښې د وضعیت له بدلون سره ښايي د وژل شویو کسانو شمېر هم بدل شي.






















