تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
هغه وویل چې تورکیه له څه مودې راهیسې د بحرانونو د هغې کړۍ سره سره چې شاوخوا یې چاپیره ده، د ثبات، باور او هوساینې د ټاپو په توګه خپل موقف ورځ تر بلې پیاوړی کوي."
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
رجب طيب أردوغان

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، "موږ د اکټوبر په ۱۰مه په ریاض کې د پاچا ملک خالد نړیوال هوايي ډګر باندې د حوثیانو هغه بریدونه په کلکو ټکو غندو، چې په ترڅ کې یې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او  ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي."

اردوغان د کابینې له غونډې وروسته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ملت ته وینا وکړه.

اردوغان دې ته په اشارې سره چې د تورکیې په سیمه کې د شخړو ډګرونو ته هره ورځ نوي ډګرونه ور اضافه کیږي، وویل:

"له لبنان څخه نیولې تر یمن او ایران پورې غځېدلې کرښه کې کړکېچ مخ په زیاتېدو دی، او په ځانګړې توګه د نیابتي ځواکونو له لارې د بېلابېلو حسابونو د تصفيې هڅې روانې دي. تورکیه له څه مودې راهیسې د بحرانونو د هغې کړۍ سره سره چې شاوخوا یې چاپیره  ده، د ثبات، باور او هوساینې د ټاپو په توګه خپل موقف ورځ تر بلې پیاوړی کوي. د سیمه ییز مالکیت د درک پر بنسټ، موږ د شخړو حل د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو اترو په میز کې د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې غواړو. حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی زموږ بنسټیز اصول دي. زموږ په اند، ویشل او ټوټه کیدل به یوازې د هغو شیطاني کړیو په ګټه وي چې غواړي زموږ سیمه د وینو په ډنډ بدله کړي.

په دې ترڅ کې، موږ د اکټوبر په ۱۰مه په ریاض کې د پاچا ملک خالد نړیوال هوايي ډګر باندې د حوثیانو هغه بریدونه په کلکو ټکو غندو، چې په پایله کې یې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او  ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي. موږ خپلو وژل شویو وروڼو ته چې د عمرې زیارت کوونکي هم پکې شامل وو، د لوی خدای (ج) له درباره څخه د رحمت او مغفرت او ټپي شویو وروڼو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو. تورکیه د غیرقانوني او غیر انساني بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان او خپلو سعودي وروڼو تر څنګ ولاړه ده."

ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې د اګست په ۷مه د تورکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د لاسلیک شوي 'ګډ دفاعي تړون' د بنسټیزو جوړښتونو د رامنځته کولو چارې دوام لري.

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي