کلتور
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې د معتبرې جایزې لپاره سیالي کوي.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي / TRT World


د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) خپل نړیوال سینمايي شتون پیاوړی کوي. ټي آر ټي  د نړۍ په کچه د مشهورو ډایرکټرانو سره په ګډه تولید کړي فلمونه  د کن د ۷۹م فلمي فستیوال په اصلي سیالۍ کې شامل شوي دي.

ټاکل شوې چې د ټي آر ټي (TRT) په ګډ تولید جوړ شوي درې فلمونه د کن په ۷۹م فلمي فستیوال کې د "پالم ډور" (Palme d’Or) معتبرې جایزې لپاره سیالي وکړي.

په دغو پروژو کې د نړۍ مشهورو ډایرکټرانو لکه اصغر فرهادي، ریوسوکي هاماګوچي، او اندرې زویاګینتسف کارونه شامل دي، چې دا په نړیواله سینما کې د ټي آر ټي مخ پر ودې اغېز او د لوړ کیفیت تولیداتو ته د هغې ژمنتیا په ګوته کوي.

د تورکیې د عامه  اړیکو رئیس برهان الدین دوران وویل: "د داسې ستایل شویو ډایرکټرانو په پروژو کې ګډون د ټي آر ټي د خپرونو لیدلوری او د فلم په صنعت کې د هغه نړیوال ځای څرګندوي."

"موږ په دغو غوره تولیداتو کې ټولو ښکېلو کسانو ته مبارکي وایو او د پالم ډور پر لور خپلو فلمونو ته د بریا هیله کوو."

د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د خپل ګډ تولید ظرفیت په پرله پسې توګه لوړولو او د غوره پروژو په ملاتړ سره، په نړیواله سینما کې د یوه کلیدي لوبغاړي په توګه خپل رول پیاوړي کولو ته دوام ورکوي.

 

وپلټۍ
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ