د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۸مه، د متحده عربي اماراتو دا اعلان چې دوی د تېلو د صادرونکو هیوادونو له سازمان (OPEC) څخه وځي، د تېلو پر دغې ډلې یو لوی ګوزار ګڼل کېږي. اوپک یو کارټیل (تولیدونکې ډله) ده چې له ۱۹۶۰ کال راهیسې د تولید د کچې په محدودولو سره د انرژۍ بیې کنټرولوي او د نړۍ د خامو تېلو د ټول تولید له دریمې برخې څخه د زیاتې برخې مسؤلیت پر غاړه لري.
دا سازمان چې د سعودي عربستان تر عملي مشرۍ لاندې دی، د خپلو ۱۲ غړو هیوادونو لپاره د تولید ونډې (Quotas) ټاکي ترڅو په نړۍ کې د تېلو د کمښت یا زیاتوالي مخه ونیسي اوبیې کنټرول کړي.
متحده عربي امارات چې د سعودي عربستان، عراق او ایران وروسته د اوپک څلورم لوی تولیدونکی هیواد و، له ډېر وخت راهیسې د تولید پر هغو محدودیتونو ناخوښ و چې د دوی د تولید وړتیا یې له خنډ سره مخ کوله. د تولید د کچې د لوړولو لپاره د اماراتو دوامداره هڅو په ۲۰۲۱ کال کې له سعودي عربستان سره د یوې ښکاره شخړې لامل شوې.
همدا راز په ۲۰۲۳ کال کې د نوي هدف لپاره د اماراتو غوښتنې د دې لامل شوې چې د افریقایي غړو هیوادونو د تولید ونډې کمې شي.
له نږدې شپږو لسیزو وروسته له اوپک څخه د اماراتو وتل، دغه هیواد په داسې وخت کې د تولید له محدودیتونو څخه خلاصوي چې جیوپولیټیک کړکېچونه اوج ته رسېدلي دي. له ایران سره جګړې او د هرمز تنګي کلابندۍ (چې د خلیج هیوادونه او ایران ترې د انرژۍ صادرات کوي) د خامو تېلو بیې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسولې دي.
کارپوهان وايي چې د اوپک څخه د اماراتو وتل که څه هم له سمبولیک اړخه خورا مهم دي، خو له عملیاتي پلوه به (لږترلږه په لنډ مهال کې) اداره شي. دوی وايي په راتلونکو ۱۲ تر ۱۸ میاشتو کې به د اوپک د تولید پر ونډو ډېر لږ فشار راشي، په داسې حال کې چې امارات به د خپلو ملي ګټو د پاللو لپاره پوره ازادي ترلاسه کړي.
د انقرې د ټولنیزو علومو د پوهنتون د اقتصاد استاد، باریس الپسلان TRT World ته وویل چې د اماراتو وتل له نړیوال بازار څخه د تېلو یوه مهمه خو نه پرېکړه کونکې برخه لرې کوي. هغه زیاته کړه: "اصلي اغېز د تولید پر حجم نه، بلکې د اوپک پر یووالي او اعتبار باندې دی." د هغه په وینا، اوپک به خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو ښايي دا ځل د سختو ډله ییزو قوانینو پر ځای، د سعودي پر مشرۍ او دوه اړخیزو همکاریو ډېر تکیه وکړي.
د جیوپولیټیک او انرژۍ شنونکی، اوزجان اکینجي TRT World ته وویل چې د اماراتو دا ګام به د اوپک د تولید پر جوړښت "د اندازه کولو وړ خو د مدیریت وړ" اغېز ولري. د اماراتو وتل به د اوپک له همغږي شوي تولید څخه په ورځ کې ۳.۴ ملیونه بېرله تېل کم کړي. هغه زیاته کړه چې دا ضایعه به د اوپک عملیاتي هسته له منځه یونسي، ځکه چې د سازمان "د ثقل مرکز" لا هم له سعودي عربستان، عراق او کویټ سره دی.
د سعودي عربستان ستراتیژیک ځواب کارپوهان وايي سعودي عربستان ښايي له نویو واقعیتونو سره سم خپله ستراتیژي بدله کړي. الپسلان وړاندوینه کوي چې ریاض به په پاتې غړو (وینزویلا، افریقایي او خلیجي هیوادونو) کې کورنی نظم نور هم سخت کړي. په ورته وخت کې به پر "اوپک پلس" (OPEC+) ډېر تکیه وکړي چې روسیه هم پکې شامله ده. هغه وویل: "سعودي عربستان ښايي د توازن ساتونکي تولیدونکي په توګه خپل رول ته دوام ورکړي او د بیو د ثبات لپاره له داوطلبانه کمښت څخه کار واخلي."
خو هغه خبرداری ورکړ چې د اماراتو وتل ښايي نور غړي هم وهڅوي چې د لا زیاتې خپلواکۍ غوښتنه وکړي، چې دا چاره به په راتلونکو کلونو کې د اوپک نظم کمزوری کړي.
متحده عربي امارات: نور د ونډو په بند کې نه دي د متحده عربي اماراتو لپاره له اوپک څخه وتل نوې ازادي بښي. تر دې وړاندې د اماراتو تولید په ورځ کې ۳.۴ ملیونه بېرله تېلو پورې محدود و، چې دا د هغوی د حقیقي وړتیا څخه ۳۰ سلنه کم و. امارات غواړي تر ۲۰۲۷ کال پورې خپل تولید په ورځ کې ۵ ملیونه بېرلو ته ورسوي.
الپسلان وايي چې د اماراتو لپاره دا وتل درې لويې ګټې لري: ۱. د تولید ازادي (تر خپلې وروستۍ کچې تولید کولی شي). ۲. په استخراج او پراختیا کې د خپلو پانګونو
بشپړ مالي ګټه ترلاسه کول. ۳. سوداګریزه چټکتیا (امارات اوس کولی شي په خپلواکه توګه بیې وټاکي، بازارونه وټاکي او اوږدمهاله قراردادونه لاسلیک کړي.اوزجان اکینجي زیاتوي چې دا پرېکړه د اماراتو د ملي تېلو شرکت (ADNOC) له پلانونو
سره سمون لري، چې غواړي د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ ۱۵۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي. امارات اوس ځان د داسې تولیدونکي په توګه معرفي کوي چې د بازار شرایطو ته ځواب وایي، نه د اوپک محدودیتونو ته.
لوړه سیالي او د بیو بدلونونه کارپوهان وايي په لنډ مهال کې به د جیوپولیټیک کړکېچونو او د هرمز تنګي د بندېدو له امله بازار ته د اماراتو د تېلو د زیاتوالي اغېز محدود وي. خو الپسلان تمه لري چې د اوپک د یووالي په اړه بې باوري به په بازار کې بې ثباتي (Volatility) رامنځته کړي او ښايي د تېلو بیې یو څه راښکته کړي.
په متوسطه موده کې، هر څه د اماراتو د تولید پر سرعت او د سعودي پر غبرګون پورې اړه لري. که ریاض د اماراتو د تولید د زیاتوالي په مقابل کې خپل تولید نور هم کم کړي، بیې به ثابتې پاتې شي. خو که داسې ونه شي، بازار به له یوې غیر منظمې فضا سره مخ شي چې پکې سیالي زیاته او د بیو بدلونونه به ډېر وي.



