سیاست
2 د لوستلو دقیقې
ایران دولتي رسنۍ:د ایران او امریکا ترمنځه مذاکرات  د امریکا د "غیر معقولو" غوښتنو له امله ناکام شول
د ایران دولتي خبري اژانس  راپور ورکړی چې د ایراني پلاوي له بېلابېلو هڅو سره سره، د امریکا "غیر معقولو غوښتنو" په اسلام اباد کې د منځني ختیځ د جګړې پای ته رسولو په موخه په خبرو کې د پرمختګ مخه نیولې ده.
ایران دولتي رسنۍ:د ایران او امریکا ترمنځه مذاکرات  د امریکا د "غیر معقولو" غوښتنو له امله ناکام شول
ایران دولتي رسنۍ:د ایران او امریکا ترمنځه مذاکرات  د امریکا د "غیر معقولو" غوښتنو له امله ناکام شول / Reuters


د ایران دولتي خبري اژانس  په ټیلیګرام کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "ایراني پلاوي د ایران د خلکو د ملي ګټو د ساتنې لپاره ۲۱ ساعته پرله پسې او سختې خبرې اترې وکړې؛ د ایراني پلاوي له بېلابېلو هڅو سره سره، د امریکایي لوري غیر معقولو غوښتنو په خبرو کې د پرمختګ مخه ونیوله."

په اعلامیه کې زیاته شوې: "په دې توګه خبرې اترې پای ته ورسېدې."

د ایران فارس خبري اژانس د سرچینو په حواله ادعا کړې چې امریکا د خبرو له میزه د وتلو لپاره پلمه لټوله.

پریس ټي وي هم راپور ورکړی چې د امریکا سختو غوښتنو د یوه چوکاټ پر سر د هوکړې مخه ونیوله او له همدې امله خبرې پای ته ورسېدې.

تر دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس اعلان کړی و چې په اسلام اباد کې له اوږدو خبرو وروسته ایران او امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. هغه ویلي و چې تهران ته یې د "وروستي او غوره وړاندیز" له کولو وروسته له خبرو وتلی دی.

وینس ویلي، واشنګټن له ایران څخه غوښتل چې د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه "اساسي ژمنه" وکړي، خو د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د لوړې کچې خبرو سره سره، "دوی دا ژمنتیا ونه لیده."

له دې سره سره، وینس دا پیغام هم ورکړی چې د سه‌شنبې په ورځ له اسرائیل سره د دوو اونیو لپاره د بریدونو د ځنډولو له اعلان وروسته، ایران لا هم وخت لري چې د امریکا وړاندیز وڅېړي.

امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید کړی و، چې وروسته د تهران ځوابي بریدونو منځنی ختیځ له جګړې سره مخ کړ او نړیوال اقتصاد یې ولړزاوه.

ایران او امریکا د پاکستان په منځګړیتوب خبرو ته د خپلو لوړو غوښتنو سره داخل شوي وو، په داسې حال کې چې واشنګټن د هرمز تنګي له لارې د ماین پاکوونکو کښتیو په استولو سره فشار نور هم زیات کړی و.

د هرمز تنګي په اړه، چې د نړۍ پنځمه برخه تېل ترې تېرېږي، د ایران رسنیو له خوا پر امریکا د "ډېرو سختو غوښتنو" تور لګول په خبرو کې د تاوتریخوالي نښه ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې راپور ورکړل شوی چې وینس د یکشنبې په ورځ له پاکستانه وتلی، لږ وروسته له هغې چې یې وویل له ایران سره خبرې بې پایلې وې.

وپلټۍ
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ