ټرمټ وویل ، پروا یې نه لرم چې ایران د اسلاماباد هوکړې ته غاړه ږدي او که نه. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د هغې اعلامیې په اړه چې ګواکې د اسلاماباد پرېکړه لیک ته د ژمن پاتې کېدو کوم مسؤلیت نلري، وویل: "دا زما لپاره هیڅ ارزښت نلري (پروا یې نه لرم)."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبابادي د جولای په ۱۵مه نېټه ویلي وو چې امریکا د نظامي بریدونو او د سمندري محاصرې د بیا پلي کولو د هڅو له امله د اسلاماباد تړون په بشپړ ډول نقض کړی دی؛ نو ځکه "ایران په داسې شرایطو کې د دې هوکړې په وړاندې د هیڅ ډول مسؤلیت احساس نه کوي."
په ورته وخت کې، د امریکا پوځ اعلان وکړ چې پر ایران یې د بریدونو وروستۍ څپې بشپړې کړې دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لخوا پر اېکس (X) خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د بریدونو په اتمه شپه یې د ایران ساحلي پوځي څارنې، هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري ځواکونه او د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو ځایونه ویشتي دي.
په دغې بیانیه کې ټینګار شوی چې د ایران د پوځي وړتیا کمزوري کول به دوام ولري او "په اردن کې د دوو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې" د ایران د سپاه پاسداران پوځ هم په نښه شوی دی. د سینټکام په وینا، دا مهال په منځني ختیځ کې ۵۰ زره امریکايي پوځي پرسونل په دنده بوخت دي.





















