د فرانسې خبري اژانس (AFP) خبریالانو ویلي چې د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدلی دی. د ملکي دفاع ادارې لومړی د «احتمالي خطر» خبرداری ورکړ، خو وروسته یې اعلان وکړ چې ګواښ له منځه تللی دی.
د ایتلاف ویاند ترکي المالکي وویل، چې پوځ د حوثي ملېشو له خوا پر ریاض توغول شوی توغندی شنډ کړی او لومړنۍ ارزونې ښيي چې د توغندي د لوېدلو ټوټو له امله زیانونه اوښتي دي. عیني شاهدانو وروسته فرانس پرس ته وویل، چې د عامه پانګونې صندوق د ۸۰ پوړیزې ودانۍ بهرنۍ برخه په څو پوړونو کې زیانمنه شوې او ښیښې یې ماتې شوې دي.
د ریاض مالي سیمه په نښه شوې دا ۸۰ پوړیزه ودانۍ چې ۳۸۵ متره لوړوالی لري، د ریاض د «ملک عبدالله مالي سیمې» ترټولو لوړه ودانۍ او د سعودي عربستان د اقتصادي هیلو یو مهم سمبول بلل کېږي. د عامه پانګونې صندوق چې مشري یې ولیعهد محمد بن سلمان کوي، تر ۹۰۰ میلیارد ډالرو ډېره شتمني اداره کوي او له تیلو پرته د دغه هېواد د اقتصاد په بډاینه کې مرکزي رول لري.
ایتلاف همداراز ویلي چې د سعودي عربستان پر سویلي سیمو (چې له یمن سره پوله لري) توغول شوي پنځه بالستیک توغندي یې هم په هوا کې شنډ کړي دي. حوثي ملېشو په وروستیو اونیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هوايي ډګرونه، د انرژۍ بنسټونه او د ریاض مالي سیمه یې په نښه کړې ده.
په یمن کې د سعودي بریدونه دوام لري ایتلاف د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د صنعا په سوېل «ذمار» ولایت کې یې د بالستیک توغندیو د ویشتلو یو مرکز له منځه وړی چې پر ریاض د برید لپاره کارول شوی و.
په یمن کې جګړه چې د ۲۰۲۲ کال له اوربند وروسته تر ډېره کراره شوې وه، د روان اوړي په موسم کې یو ځل بیا ونښته. له هغه وخت راهیسې حوثي ملېشو ځینې سیمې نیولې او د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت پېژندل شوي حکومت د لنډمهالې پلازمېنې «عدن» پر لور یې پرمختګ کړی دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په وروستیو جګړو کې تر ۱،۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زرو زیات بېځایه شوي دي.
د سعودي ولیعهد او د امریکا د پوځي مشر لیدنه دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) له مشر اډمیرل براډ کوپر سره وکتل.
د سعودي د دولتي خبري اژانس (SPA) د راپور له مخې، په دې لیدنه کې پر دوهاړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه پر پوځي همکارۍ او د سیمې پر وروستیو بدلونونو خبرې شوې دي. دا ناسته یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې یوې بلې زورورې چاودنې د ریاض ځینې برخې ولړزولې او ایتلاف د حوثي ملېشو د دوو بېپیلوټه الوتکو د شنډولو خبر ورکړ.























