د فلسطین د مقاومت ډلې حماس د اسرائیلو د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د غزې په شمال کې د کمال عدوان روغتون د پوځي موخو لپاره کارول کېده، او دا تورونه یې "دروغ او بې بنسټه" وبلل چې د طبي تاسیساتو ته نږدې د مرګوني برید وروسته ترسره شوي.
د اسرائیلو پوځ ادعا وکړه چې دوه فلسطینیان د کمال عدوان روغتون څخه راووتل او یو یې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړل چې ادعا کېږي د روغتون له ودانۍ څخه ترلاسه شوي وو، وروسته دواړه په هوايي برید کې په نښه او ووژل شول.
پوځ له وژل شویو کسانو څخه یو محمد تموس بللی او ادعا یې کړې چې هغه د حماس له وسله والې څانګې سره تړاو درلود، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې یې د فلسطیني ملکي دفاع له ځواکونو سره هم دنده ترسره کوله.
په هرصورت، اسرائیلي پوځ د خپلو هغو ادعاوو د ثابتولو لپاره هېڅ شواهد وړاندې نه کړل چې ګواکې چاودېدونکي توکي د روغتون دننه ساتل شوي یا له هغه ځایه لېږدول شوي وو، او یا دا چې روغتیايي مرکز د وسله والو عملیاتو لپاره کارول کېده.
د پلمې په توګه تورونه
حماس ویلي چې د روغتیايي مرکزونو په اړه د اسرائیلو تکراري ادعاوې، چې پکې د کمال عدوان روغتون څخه د وسله والو جنګیالیو د فعالیت تورونه هم شامل دي، په بشپړه توګه جعلي دي.
دې غورځنګ ویلي چې دغه روایت د روغتونونو دننه د قوماندې د مرکزونو په اړه د اسرائیلو پخوانۍ ادعاوې تکراروي، چې بېاساسه ثابتې شوې وې. حماس اسرائیلي ځواکونه یې تورن کړل چې په ټوله سیمه کې په روغتونونو، بیړنیو پرسونل او ملکي زیربناوو باندې د بریدونو توجیه کولو لپاره پلمې جوړوي.
د چهارشنبې په ورځ، د فلسطین د ملکي دفاع یو ډاکټر د کمال عدوان روغتون ته نږدې د ټپیانو د ایستلو په هڅه کې د اسرائیلو د هوایی برید په جریان کې د سختو ټپونو له امله مړ شو، یوې طبي سرچینې تایید کړه.
سرچینې څرګنده کړه چې د اسرائیلو جنګي جیټ الوتکو د دوهم ځل لپاره په هغه ځای برید وکړ کله چې بیړني روغتیايي کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسیدل.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، د غزې په اوږدو کې د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له ۷۴۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۵۰۰۰ څخه ډیر نور یې ټپیان کړي، په داسې حال کې چې د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه ملکي زیربناوې ویجاړې شوې دي.



















