د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې اعلامیې له مخې، مسعود پزشکیان او ارارات میرزویان په پلازمېنه تهران کې سره لیدلي دي.
پزشکیان په دې لیدنه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل: «له امریکا سره زموږ ستونزه دا ده چې کله هم د مذاکراتو مېز ته کښېنو، پر موږ جګړه تپل کېږي.» نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن درې ځلې د خبرو اترو پر مهال پر ایران بریدونه کړي، چې دا په خپله د دې ښکارندويي کوي چې «امریکا د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو په لټه کې نه ده، بلکې برعکس د ایران د وېجاړولو اراده لري.»
پزشکیان د دې په بیانولو سره چې هېواد یې د اټومي فعالیتونو په برخه کې خپل صداقت څو ځلې ثابت کړی، وویل چې ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) لخوا تر ټولو زیات تفتيش شوی او پلټل شوی هېواد دی، خو له دې سره سره امریکا پر «بې بنیادو ادعاوو» پر ایران فشار راوړي.
پزشکیان همدارنګه یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو له تریبون څخه یې هم دا څرګنده کړې وه چې دوی د اټومي فعالیتونو په برخه کې پلټنو او ډیپلوماسۍ ته پرانیستي دي، خو د هر ځل تفتیش پر مهال د ایران اټومي مرکزونه او ساینس پوهان په نښه شوي او د ترور نښانه ګرځېدلي دي.
پزشکیان د دې په یادولو سره چې امریکا په میناب کې پر یوه ښوونځي د برید او په هغه کې د ۱۶۸ ماشومانو د مړینې ځواب ویلو ته نه ده چمتو شوې، خو بیا هم د بشري حقونو ادعا کوي، وویل: «له داسې یوه دښمن (امریکا) سره مذاکرات چې تل ترهګري کوي، بندیزونه لګوي، فشارونه راوړي او تړونونه ماتوي، مانادار نه دي او زموږ ملت دا موضوع هیڅکله نه مني.»






















