د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا رئیس رشاد العلیمي د هغو پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ چې موخه یې د پلازمېنې صنعاء بېرته نیول او له حوثیانو څخه د دولتي ادارو ژغورل دي.
العلیمي د دوشنبې پر ورځ پر ټولنیزې شبکې ایکس (X) ولیکل: «د الله په نصرت او نېک فال سره، د دولتي ادارو د بېرته فعالولو، د پلازمېنې صنعاء د ازادولو او د حوثي ملیشو د کودتا د پای ته رسولو لپاره د "یمن سهار" تر سرلیک لاندې عملیات پیل شول.»
نوموړي وویل چې دا عملیات به د یمن د وسله والو ځواکونو او نورو پوځي تشکیلاتو لخوا د هېواد د «ورونو او دوستانو» په ملاتړ ترسره شي.
هغه زیاته کړه: «د زموږ د ولس په کلکه اراده، د وسله والو ځواکونو او ټولو پوځي واحدونو په مېړانه، او د خپلو متفیقوورونو او ملګرو په ملاتړ به یمن د ازادۍ، سولې او ثبات د یوه نوي سهار پر لور حرکت وکړي.»
د یمن د پوځ ویاند میجر مجاهد النزیلي وویل چې پوځي ځواکونو پر صنعاء «ستراتیژیک یرغل او تعرض» پیل کړی دی.
نوموړي وویل: «زموږ وسله والو ځواکونو پر صنعاء د یوه ستراتیژیک پرمختګ او تعرض اجراات پیل کړي دي،» او زیاته یې کړه چې پوځ په دغو عملیاتو کې له «مډرنو او پرمختللو امکاناتو» څخه ګټه اخلي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د یمن دولتي ځواکونو د باب المندب د ستراتیژیکې سیمې په ګډون په څو برخو کې د حوثیانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د دوشنبې پر سهار وختي، د یمن پوځ وویل چې دولتي ځواکونو له حوثیانو سره له شدیدو نښتو وروسته د ذباب ولسوالۍ او د باب المندب تنګي په شاوخوا کې ستراتیژیک موقعیتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
پوځ زیاته کړه چې دولتي ځواکونو د ذباب هوایي ډګر په واک کې اخیستی او هغه لاره یې بنده کړې ده چې ذباب له مخا سره نښلوي.
د حکومت پلوي «جنوبي عمالقه لوا» (Southern Giants Brigades) هم د باب المندب په سیمه کې د حوثیانو پر وړاندې د یوه «پرېکړنده» پوځي اقدام د پیل خبر ورکړی دی.
حوثیانو د ۲۰۱۴ کال له سپټمبر راهیسې د صنعاء او د یمن د ځینو شمالي او لوېدیځو پراخو سیمو اداره په لاس کې درلوده، په داسې حال کې چې نړیواله پیژندل شوې اداره او متحد ځواکونه یې زیاتره په سویل او ختیځو برخو کې واکمن دي.
























