د مسکو والي اندري ووروبيوف (Andrey Vorobyov) وویل چې د مسکو د شاوخوا د یوه کلي ۲۰ کلن ځوان وژل شوی او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي دي. بل خوا، د ریانووستي (RIA Novosti) خبري اژانس راپور ورکړی چې لږ تر لږه شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ټاس دولتي خبري اژانس دغه برید په وروستیو دوو کلونو کې پر مسکو او هغې پورې اړوندو سيمو دویم ستر او تر ټولو پراخ ډرون برید بللی دی.
وړاندیز شوي
روسیې او اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر یو بل بریدونه پیاوړي او شدید کړي دي. په دغو بریدونو کې د ملکي او صنعتي زېربناو (د انرژۍ، ټرانسپورټ او بندرونو د تاسیساتو په ګډون) ترڅنګ په توره بحیره کې کښتۍ هم نښانه کېږي.
روسیې اعلان کړی چې د ژمي په نږدې کېدو سره پلان لري چې د کیف په ګډون پر مهمو زېربنایي بڼسټونو خپلو بریدونو ته لا پراختیا او تیزوالی ورکړي.






















