سپورت
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د روغتیا نړیوال سازمان مشر له هغه سوماليايي لوبڅار سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د نړیوال جام د لوبڅار په توګه امریکا ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه

ټېدروس وویل چې د عمر ارتان لاسته راوړنه، چې د سومالیا لومړنی د نړیوال جام لوبڅار دی، «هر حالت کې خپل ارزښت او مقام لري.»

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) عمومي رئیس ټیډروس اډانوم غیبریوس د سې شنبې په ورځ د سومالیايي لوبڅار عمر ارتان ملاتړ څرګند کړ، وروسته له هغه چې راپورونه خپاره شول چې د فیفا نړیوال جام څخه مخکې هغه ته د امریکا د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

ټېدروس په ایکس کې لیکلي: «عمر ارتان یوازې نړیوال جام ته ونه رسید، بلکې تاریخ یې جوړ کړ؛ هغه لومړنی سومالیايي لوبڅار شو چې دې پړاو ته ورسید او د افریقا غوره لوبڅار شو. دا لاسته راوړنه هر حالت کې خپل ارزښت لري.»

هغه وویل چې ارتان د خپل مسلک لوړې کچې ته رسیدلی او د خپلې لاسته راوړنې له لارې یې د سومالیا د ځوان نسل لپاره الهام بښونکی مثال جوړ کړی دی.

ټېدروس زیاته کړه: «عمره، د دې خبر په اوریدو ډېر خواشینی شوم. ته د خپل مسلک تر ټولو لوړې څوکې ته ورسیدې او یوازې همدا بریا د خپل هېواد د یو نسل لپاره الهام شو. له هغه میدان څخه چې ته یې مستحق وې لرې ساتل، ستا دا لاسته راوړنه نه شي بدلولای.»

ټیډروس دا باور هم څرګند کړ چې ارتان به په لویو نړیوالو ټورنمنټونو کې دندې ته دوام ورکړي.

ټېدروس وویل: «دا به د نړیوالې کچې په ډګر کې ستا د کیسې پای نه وي. نړۍ د یوې کورنۍ په څیر ستا ترڅنګ ولاړه ده، او موږ درته د زغم او لا ډیرو سترو پایلوبو هیله کوو. پیوستون.»

ټاکل شوې وه چې ارتان به د فیفا په نړیوال جام کې د لومړي سومالیايي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جون په ۴مه یوه فرمان صادر کړ چې له مخې یې په سومالیايي اتباعو امریکا ته د ننوتلو بشپړ بندیز ولګول شو. په فرمان کې راغلي: «د سومالیا د اتباعو امریکا ته ننوتل، که د کډوال او که د غیرکډوال په توګه وي، په بشپړ ډول ځنډول کېږي.»

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.