نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
مولدووا د هېواد په سویل کې په کرو کماز (Crocmaz) کلي کې د چارواکو په وینا د یوې "بې پیلوټه الوتکې" له چاودنې وروسته، د مشورې لپاره په روسیه کې خپل سفیر بیرته راغوښتی دی.
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله
مولدووا د بې پیلوټه الوتکې تر چاودنې وروسته له روسیې څخه خپل سفیر هیواد ته راوباله

د مولدووا ولسمشرې مایا ساندو دغه چاودنه د "هوايي حریم نقض" وباله او هغه یې "په کلکه وغندله".
مولدووا د هېواد په سویل کې په کرو کماز (Crocmaz) کلي کې د چارواکو په وینا د یوې "بې پیلوټه الوتکې" له چاودنې وروسته، د مشورې لپاره په روسیه کې خپل سفیر بیرته راغوښتی دی.

د مولدووا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ دا پېښه وغندله او ویې ویل چې دا د هېواد پر "حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا جدي تېری" دی او د ملکي وګړو امنیت په خطر کې اچوي.

وزارت وویل: "د مولدووا جمهوریت د اوکراین پر وړاندې د روسیې بریدګر جنګ او زموږ د هېواد او ټولې سیمې پر امنیت د هغې پایلې غندي."

ولسمشرې مایا ساندو هم دا چاودنه وغندله او دا یې د مولدووا د "هوايي حریم نقض" وباله.

ساندو پر خپله ایکس (X) پاڼه په یوه بیان کې وویل: "دا د روسیې د جګړې مستقیمه پایله ده او موږ ټول له خطر سره مخ کوي. زموږ په سیمه کې د انسانانو ژوند ته ګواښ حقیقي دی او مخ په زیاتېدو دی. دا باید ودرول شي."

چاودنې کورونو ته زیان اړولی

د مولډپریس (Moldpress) دولتي خبري اژانس د پولیسو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ماسپښین د اوکراین له اودیسا سیمې څخه شاوخوا ۶۹ کیلومتره لرې په کرو کماز کې یوه زوروره چاودنه شوې، چې په سیمه کې یې د بوټو د اور لګېدنې لامل شوې ده.

پولیسو وویل چې دغه الوتکه په یوه ځنګلي سیمه کې له یوې ونې سره تر ټکر وروسته، له ځمکې څخه شاوخوا ۲.۵ متره لوړوالي کې چاودلې ده.

د پولیسو د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د الوتکې پاتې شونې په پراخه سیمه کې خپرې شوې او څو کورونو ته یې زیان رسولی دی.

روسیې تر اوسه د مولدووا د وروستیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"