د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکا د اوکراین له خوا د پیټریوټ (Patriot) توغندیو تولید نه دی منلی، خو خبرې اترې روانې دي. هغه زیاته کړه چې واشنګټن باید "د بل چا لخوا د دې وسلو تولید ته د اجازې ورکولو په برخه کې ډېر محتاط وي."
ټرمپ پدې میاشت کې په تورکیه کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره په کتنه کې ویلي و چې اوکراین ته به د پیټریوټ توغندیو د تولید جواز ورکړي، ترڅو د روسیې د بریدونو په وړاندې د ځان دفاع کې ورسره مرسته وکړي. خو پدې اونۍ کې په سپینه ماڼۍ کې د زیلنسکي له کوربه توب وروسته، هغه له خپلې دې ژمنې شاته شو.
د جمعې په ورځ په کمپ ډیویډ کې د کابینې په غونډه کې، ټرمپ د پرمختللو امریکایي وسلو او توغندیو د ټیکنالوژۍ د شریکولو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
ټرمپ وویل: "دا یو لوی ګام دی."
هغه زیاته کړه: "ولسمشر زیلنسکي ځینې پیټریوټ توغندي غواړي؛ هغه ځینې ټوماهاک توغندي هم غواړي. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دا وژونکې وسلې دي؛ یو یې دفاعي او بل یې بریدګر (تعرضي) دی."
ټرمپ وویل: "تاسو باید ډېر په تدبیر او احتیاط چلند وکړئ. اوس مهال موږ دا نه دي منلي. موږ پرې خبرې کوو، خو د داسې ټیکنالوژۍ ورکول ستونزمنه موضوع ده. زه فکر نه کوم چې دا کار وشي، ځکه چې ځینې خلک چې تاسو ورته دا ټیکنالوژي ورکوئ، ممکن یوه ورځ یې ستاسو پر ضد وکاروي."
د روسیې د هوایي بریدونو په زیاتیدو سره، د اوکراین د پیټریوټ توغندیو زیرمې کمې شوې دي. پیټریوټ د اوکراین په نظامي تجهیزاتو کې یوازینی سیسټم دی چې کولی شي بالستیک توغندي را وولي.
اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د پیټریوټ PAC-3 توغندیو د ګډ تولید غوښتنه کوي، ترڅو وکولی شي دا توغندي په خپل هیواد کې دننه تولید کړي.

























