افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د 'سایټ' (SITE) استخباراتي ډلې د راپور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې سیمه ییزې څانګې د افغانستان په شمال ختیځ کې پر یوه طالب چارواکي د شوي وژونکي برید مسؤلیت منلی دی.
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست

 د داعش ترهګرې ډلې سیمه ییزې څانګې په یوه برید کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رئیس ذبیح الله امیري د وژلو خبر ورکړی؛ بل لور ته طالبانو ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه به د دوی پر امنیتي هڅو منفي اغېز ونه کړي.

د 'سایټ' (SITE) استخباراتي ډلې د راپور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې سیمه ییزې څانګې د افغانستان په شمال ختیځ کې پر یوه طالب چارواکي د شوي وژونکي برید مسؤلیت منلی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله امیري د سې شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز فیض اباد ته پر لاره په ډزو ووژل شو. د داعش-خراسان ډلې، چې په افغانستان او پاکستان کې د دغې ډلې څانګه ده، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا برید دوی ترسره کړی دی.

امیري د هلمند د والي امان الدین منصور وراره و. د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې له دغه "بزدلانه برید" وروسته یو بریدګر وژل شوی او بل یې ژوندی نیول شوی دی.

یاد وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي: "موږ د حکومت دښمنانو ته یادونه کوو چې دا ډول بزدلانه کړنې به هیڅکله زموږ کلک هوډ او نه متزلزل کېدونکې پرېکړې کمزورې نه کړي."

که څه هم طالب چارواکو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ژمنه کړې، خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د دوی له رسېدو راهیسې وخت ناوخت بریدونه دوام لري.

د داعش ډلې تر دې وړاندې هم د ځینو خونړیو بریدونو مسؤلیت منلی، چې په هغې کې د جنوري په میاشت کې د کابل په مرکز کې پر یوه چینايي رستورانت برید هم شامل و چې لږ تر لږه ۷ کسان پکې ووژل شول. دغې ډلې همداراز د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژل کېدو د ځانمرګي برید مسؤلیت هم په غاړه اخیستی و.

وپلټۍ
اردوغان : مونږ خپل هیواد او ملت د سیمې د ټولو ناخوالو او جګړو نه لرې ساتلی .
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
د تورکیې په پلازمېنه انقره کې د ۶۶ میلیونه کاله لرغوني فوسیل کشف شول
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي