روغتیا
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
روسیې اعلان کړی دی چې د پوستکي او کولمو سرطان لپاره يي واکسین جوړ کړي دي چې په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې ډیره مثبته نتیجه ورکړې ده
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه

د ګامالیا څېړنیز انسټیټیوټ علمي مدیر الکساندر ګینزبورګ، چې د دغه واکسین په جوړولو کې یې رول درلود، وویل چې د یوه ۶۰ کلن ناروغ درملنه روانه ده چې د میلانوما په درېیم پړاو اخته دی او لومړی ډوز یې د اپریل په میاشت کې اخیستی و.

ګینزبورګ یادونه وکړه چې په ترسره شویو ازموینو کې د ناروغ بدن د تومور او میټاسټاسیس (نورو غړو ته د سرطان خپرېدل) سره د مبارزې لپاره اړین فعال مرکبات تولید کړي او معافیتي غبرګون خورا مثبت و.

د روسیې د روغتیا وزارت تېر کال د میلانوما د پرمختللي پړاو لپاره د "Neooncovac" په نوم د mRNA پر بنسټ د واکسین او د کولوریکټل (د کولمو) سرطان لپاره د "Oncopept" په نوم د پیپټایډ درملو کارولو اجازه ورکړې وه.

د ګامالیا انسټیټیوټ چارواکو اعلان وکړ چې د میلانوما شخصي شوی واکسین به په نږدې راتلونکي کې د ۱۰ نورو ناروغانو لپاره هم چمتو شي او تولید به یې له یو څخه تر دریو میاشتو پورې بشپړ شي.

د جنیټیکي تحلیل له لارې شخصي تولید

په دې طریقه کې، د دې پرځای چې ناروغي په مستقیم ډول تداوي شي، هدف دا دی چې د بدن معافیتي سیسټم ته وروښودل شي چې د سرطان حجرې وپېژني او له منځه یې یوسي. په دې پروسه کې د ناروغ له تومور او روغې نسج څخه د اخیستل شویو نمونو جنیټیکي جوړښت تحلیل کیږي؛ د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې یوازې د همغه اړوند کس لپاره ځانګړی واکسین تولیدیږي.

د روسیې د ملي طبي راډیولوژي د څېړنیز مرکز مشر، اندري کاپرین وویل چې دا ټیکنالوژي د سرطان په درملنه کې یو بنسټیز نوی چلند وړاندې کوي.

له بلې خوا، ویل شوي چې هغه ناروغان چې د "Oncopept" درملنه یې ترلاسه کړې، هم لازم معافیتي غبرګون ښودلی دی. همدارنګه د ګامالیا انسټیټیوټ د پانقراس، پښتورګو او د سږو د ځینو ډولونو (non-small cell lung cancer) سرطان د درملنې په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې دي.

وپلټۍ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"
اردوغان : مونږ د تورکیې پیړۍ د داسې یوه داستان سره وړاندې کوو چې زموږ د تمدن له ارزښتونو څخه خړوبیږي
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
ملګري ملتونه: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې په ۹ میاشتو کې ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي"
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې