چارواکو د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پولیس استولي او له وګړو یې غوښتي چې سیمه پرېږدي او د بېړنیو خدمتونو د ډلو لارښوونې تعقیب کړي.
د جرمني رسنیو د پولیسو له قوله خبر ورکړی چې د برلین په مرکز کې د یوې نندارې پر مهال د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر د ننوتلو په پایله کې یو کس مړ شوی او له ۱۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د شنبې په ورځ په ځايي وخت د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د ټیرګارټن په سیمه کې د یوې نندارې مهال رامنځته شوې ده.
بېلډ (BILD) ورځپاڼې د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې یو سپین رنګه مینی بس موټر په ډېر سرعت سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ورغلی دی.
له پېښې وروسته، د بېړنیو مرستو مرکز کې د ګڼ شمېر ټپیانو له امله بېړنی حالت اعلان شو. د اطفاييې ویاند وویل چې د پېښې ځای ته ۴۴ تنه د بېړنیو مرستو کارکوونکي لېږل شوي دي.
سیمې ته د ګڼ شمېر پولیسو د استولو ترڅنګ، چارواکو له خلکو غوښتي چې د پروګرام ساحه پرېږدي او د ژغورنې ډلو لارښوونې په پام کې ونیسي.
تر اوسه د موټر چلوونکي او د پېښې د اصلي لامل په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.




















