د عراق لومړی وزیر علي الزیدي تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکيان سره لیدنه وکړه.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د عراق لومړي وزیر زیدي چې په رسمي سفر پلازمېنې تهران ته تللی، له پزشکيان سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي، کلتوري، مذهبي او ولسي اړیکې د سټراټیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم بنسټ وباله او د دې اړیکو پر ساتلو او پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
پزشکيان او زیدي څرګنده کړه چې د ایران او عراق ترمنځ د پخوانیو لاسلیک شویو تړونونو بشپړ پلي کول د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره خورا مهم دي. دواړو لورو همدارنګه په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، انرژۍ او سیمه ییزو همکاریو په برخو کې د شته ګډو ظرفیتونو پر لا اغېزناکې کارونې ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې وویل شول چې په ټولو برخو کې د تهران او بغداد د اړیکو پراختیا به د دواړو هېوادونو له ثبات، امنیت او هوساینې سره مرسته وکړي او په ورته وخت کې به سیمه ییز پیوستون او همکاري پیاوړې کړي.
علي الزیدي چې د مۍ په ۱۴مه د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې، خپل لومړی بهرنی سفر تېره میاشت د امریکا متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ته کړی و.























