افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د ویلو ده چې سیلابونو د نورستان ولایت مرکز او ځینې نورو سیمو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په پاکستان او هند کې بیا  د مانسون (موسمي) بارانونو لړۍ روانه ده.

د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سختو بارانونو نه وروسته د راوتلو سیلابونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور لا درکه شوي دي.

د ویلو ده چې سیلابونو د نورستان ولایت مرکز او ځینې نورو سیمو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په پاکستان کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د ژوند له لاسه ورکړیو کسانو شمېر ۳۷ ته ورسېد.

په خیبر پښتونخوا او پنجاب سربېره په ګلګت بلتستان کې د جولای له ۱۹مې راهیسې د مانسون فصل بارانونو د ناڅاپي سیلابونو او ځمکې ښوېدو لامل شوي دي. چارواکو ویلي چې د ناڅاپي سیلابونو، تالندې او برېښنا نیونې په څېر پېښو کې په خیبر پښتونخوا کې ۲۰ او په پنجاب کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ادارې لاندې ازاد جمو او کشمیر کې هم د سختو بارانونو او سیلابونو له امله کرنیزو فصلونو او د خلکو کورونو ته زیانونه اوښتي دي.

بل لور ته، د هند په شمال ختیځ ایالت "آسام" کې د سختو بارانونو له امله په رامنځته شویو سیلابونو کې د مړو شمېر ۴۱ ته لوړ شوی دی. د آسام ایالت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سیلابونو له امله ۱۰ نور کسان هم مړه شوي دي.

په دې سره په آسام ایالت کې د ټولو قربانیانو شمېر ۴۱ ته ورسېد او د دغه ایالت په ۲۵ سیمو کې شاوخوا ۷۲۷ زره کسان له سیلابونو اغېزمن شوي دي. د آسام ایالت اعلی وزیر "هیمانتا بسوا شرما" ویلي چې له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لادرکه دي او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي. په ایالت کې د ژغورنې روانو عملیاتو کې د هند پوځ هم مرسته کوي.

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ