د بله پلوه د "ګونګټو ولسي ګوند" (Hamam Böceği Halk Partisi) په نوم د سیاسي غورځنګ د پلویانو لاریونونه دوام لري.
په هند کې د طب پوهنځي د کانکور سوالونو د افشا کېدو د ادعاوو له امله د لاریونونو په دوام، لومړي وزیر نریندرا مودي امر وکړ چې د ازموینې د د سوالونو افشا کوونکو ته دې "سمدستي او سخته سزا" ورکړل شي.
نریندرا مودي پر خپله اېکس (ټویټر) پاڼه لیکلي چې د هند د ځوانانو له "هوساینې او راتلونکي څخه بل هېڅ شی مهم نه دی." هغه زیاته کړه چې پرېکړه یې کړې ترڅو د قضايي پروسې په ګړندي کولو سره، هغه کسان چې د کانکور ازموینې د سوالونو په افشا کولو کې لاس لري، ژر تر ژره سخت مجازات شي. مودي اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې په دې برخه کې ټول اړین ګامونه پورته کړي او ویلي یې دي: "هغه څوک چې زموږ د ځوانانو راتلونکي ته د زیان رسولو هڅه کوي، هیڅکله هم نه بښل کیږي."
لاریونونه دوام لري
بل لور ته، په هند کې د "ګونګټو ولسي ګوند" په نوم د سیاسي غورځنګ پلویان د پوهنې د وزیر "دهرمیندر پرادان" د استعفا غوښتنه کوي او خپلو لاریونونو ته یې دوام ورکړی دی. په پلازمېنه نوي ډیلي کې د لاریون کوونکو پرلت درېیمې ورځې ته داخل شوی چې له امله یې د امنیتي ملحوظاتو په خاطر ۱۶ میټرو سټیشنونه په لنډمهاله توګه تړل شوي دي.
همدارنګه په ممبۍ ښار کې شاوخوا ۱۵۰۰ لاریون کوونکي د وزیر د استعفا لپاره راټول شوي وو. پولیسو اعلان کړی چې نږدې ۲۰۰ لاریون کوونکي یې نیولي دي. تر اوسه پورې د طب پوهنځي د کانکور ازموینې د سوالونو د افشا کولو په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي دي.
د ګونګټو ولسي ګوند وروسته له هغه رامنځته شو چې د هند د سترې محکمې رئیس قاضي کانت، پر سیسټم د برید کوونکو په اړه وویل چې "پرازیتونو" پرې برید کړی او ځینې هغه ځوانان یې چې کار نه شي موندلی، له "ګونګټو" سره تشبېه کړل. له دې وروسته، د "Z نسل" (Gen Z) انټرنیټي کاروونکو په مشرۍ د تېرې مۍ میاشتې په جریان کې د "ګونګټو ولسي ګوند" په نوم یو حرکت رامنځته شو چې اوس پراخ ملاتړ لري.
دا حرکت چې په لومړیو کې د ځوانانو د غبرګون په توګه په طنزيه بڼه پیل شوی و، اوس د طب ازموینې د لغوه کېدو پر وړاندې د لاریونونو په لومړۍ کرښه کې ځای لري. لاریون کوونکي پر حکومت نیوکه کوي چې د ازموینې سیسټم ستونزې نه حل کوي او پر ځای یې پر لاریونونو فشار راوړي.



















