تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول
امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ وویل چې د تورکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) په سوریه کې له پولې پورې غاړه عملیات ترسره کړي او د داعش هغه مشکوک ترهګر یې نیولي چې په نړیواله کچه یې د نیولو امرونه صادر شوي وو.
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول

د تحقیقاتو مهال، مشکوکو کسانو په داعش کې د جلب او جذب، روزنې، ایډیالوژیکي لارښوونو او تبلیغاتي فعالیتونو د یو منظم سیسټم په اړه معلومات ورکړل.

امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ وویل چې د تورکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) په سوریه کې له پولې پورې غاړه عملیات ترسره کړي او د داعش هغه مشکوک ترهګر یې نیولي چې په نړیواله کچه یې د نیولو امرونه صادر شوي وو.

د سوریې له استخباراتي ادارې سره په همغږۍ، په دغو عملیاتو کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول شول او وروسته تورکي چارواکو ته وسپارل شول. له قضايي مراحلو او تحقیقاتو وروسته، ۹ تنه یې په رسمي ډول ونیول شول او د یوه بل تن د توقیف موده د نورو څېړنو لپاره وغځول شوه.

د سرچینو په وینا، د تورکیې ملي استخباراتو  هغه ترکي الاصله مشکوک کسان پېژندلي وو چې په تېرو کلونو کې سوریې ته تللي وو او په سیمه کې د داعش له ترهګرې ډلې سره یوځای شوي وو. څېړنې دا هم ښيي چې یو له دغو مشکوکو کسانو څخه د ۲۰۱۵ کال د انقرې د اورګاډي تمځای له ترهګریز برید سره تړاو لري، چې پکې ۱۰۹ کسان وژل شوي وو.

د پوښتنو پر مهال، دغو کسانو د داعش د جلب او جذب، د وسلو د روزنې، ایډیالوژیکي لارښوونو او په بهر کې د تنظیم شوي تبلیغاتي فعالیتونو په اړه جزئیات ورکړل.

په نیول شویو کسانو کې لوړپوړي عملیاتي غړي شامل دي، لکه: علي بورا، عمر دینیز دوندار، حسین پېري، قدیر ګوزوکارا، عبدالله چوبانوغلو، حقي یوکسیک، قدیر دیمیر، چکدار یلماز، مراد اوزدیمیر او اسحاق ګونجي چې په بهر کې یې د داعش په قومانده کې رول درلود.

امنیتي سرچینې وايي چې دغه مشکوک کسان په سوریه کې د داعش په بېلابېلو برخو کې لکه لوژستیک، میډیا (رسنۍ)، روغتیا او اداري چارو کې فعال وو. قضایي چارې روانې دي او څېړنې د داعش د نورو هغو حجرو (سېلونو) په اړه هم پراخې شوې دي چې په تېرو بریدونو کې یې لاس درلود.

 

 

وپلټۍ
د مې ۱۹مې په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام
نن د مې ۱۹ مه نیټه ده چې په تورکیه کې د اتاترک د یادښت ځوانانو او سپورت د ورځې سره سمون خوري.
جرمني د ناټو د هوايي حریم د دفاع پیاوړتیا لپاره تورکیې ته د 'پیټریوټ' ماموریت لېږي
تورکیه د کریمیا د تاتارانو او سرکاسیانو د تبعید یادونه کوي او د دوامداره ملاتړ ژمنه کوي
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
د تورکیې ولسمشر د ترکي هېوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته روان شو
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر: امریکا او ایران د جګړې د درولو لپاره "کافي اراده" ښودلې
اردوغان: تورکیې د نړیوالو جګړو سربېره د خوراکي توکو د رسولو سلسله خوندي کړې ده
اردوغان وویل جیوپولیټیک بدلونونه د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي
تورکیې په پاکستان کې د پولیسو پر یو مرکز وژونکی برید په کلکه وغانده
ترکیه او بلجیم په دفاعي او د انرژۍ په سکتورونو کې د همکارۍ نوي افقونه لټوي
ولسمشر اردوغان: له تورکیې پرته اروپا 'نیمګړې او د بحرانونو په مدیریت کې کمزورې ده'
اردوغان: د صادراتو په ډېرېدو سره ترکیه د یوه باوري نړیوال دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شوې
د تورکیې ولسمشر اردوغان: د اسرائیلو پراختیا غوښتونکي اجنډا سیمه ییزه سوله ګواښي
تورکیې او سعودي عربستان په انقره کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو خبرې وکړې.
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اردوغان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د تورکیې د «رغنده دریځ» له کمزوري کولو ډډه وکړي
له غزې سره د مرستو له کاروان څخه تښتول شوي تورکي وګړي په یوې ځانګړې الوتکه کې بېرته تورکیې ته ستنېږي
تورکیې پر اسلامي ټولنو د خپل ارزښتونو د بیرته د ترلاسه کولو غږ وکړ.