د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې د زده کونکو په مشرۍ د لاریون غورځنګ ته خپله ماتې ومنله.
ووچیچ د یکشنبې په ورځ وویل: «موږ لا هم وروستۍ پایلې ته نه یو رسیدلي، خو د یوې نمونې پر بنسټ... دا روښانه ده چې موږ دا ټاکنې بایللې دي، د زده کوونکو نوملړ بریالی شوی دی .هغوی به له ۱۳۵ څخه تر ۱۴۰ پورې څوکۍ ولري او موږ به ۱۰۵ څوکۍ ولرو. بل هیچا پارلمان ته لار نه ده موندلې.»
دا له وخته مخکې ټاکنې، چې ووچیچ په سپټمبر میاشت کې اعلان کړې وې، له نږدې دوو کلونو راهیسې د زده کوونکو په مشرۍ د هغو لاریونونو وروسته ترسره شوې چې د ادعا شوې اداري فساد پر ضد پیل شوي وو. دغه لاریونونه په ۲۰۲۴ کال کې د نووي ساد ښار د اورګاډي تم ځای د چت د نړېدو له امله د ۱۶ کسانو د مړینې له پېښې وروسته پیل شول.
زده کونکو له هغه وخت راهیسې پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او د ووچیچ لپاره ترټولو لوی ګواښ ګرځیدلی دی، پداسې حال کې چې هغه لومړی په ۲۰۱۴ کې لومړی وزیر او بیا په ۲۰۱۷ کې ولسمشر شو.




















