نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.
د ډرون بریدونو په ټوله اوکراین کې اووه کسان ټپیان کړي او پولنډ یې اړ کړی چې د خپلې هوایي حریم د ساتنې لپاره جنګي جیټ الوتکې واستوي، که څه هم کومه سرغړونه نه ده ثبت شوې.
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.

د اوکراین د وولین  د سیمې والي رومان رومانیوک د پنجشنبې پر ورځ وویل چې د اوکراین په وولین (Volyn) سیمه کې چې له پولنډ سره پوله لري د روسیې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو ۳۷۰ زره کسان له برېښنا بې برخې کړي، پر بهرنۍ پانګونې تړلې یوه سوداګریزه ودانۍ یې ویشتلې او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.

د ملي پولیسو په وینا، کله چې ډرون الوتکو د اوکراین په مرکز کې د اومان (Uman) ښار پر يوه استوګنیزه ودانۍ برید وکړ، پنځه نور کسان ټپیان شول.

د خپلو خدماتو چمتو کوونکي خصوصي شرکت «DTEK» پر اېکس (X) شبکه لیکلي چې د روسیې د بریدونو پر مهال په کیف کې بېړنی د برېښنا پرېکون وضع شوی و.

د پولنډ وسله والو ځواکونو پر اېکس وویل چې د بریدونو پر مهال یې د خپل هوایي حریم د ساتنې لپاره جنګي جیټ الوتکې واستولې، او وروسته یې زیاته کړه چې د هوایي حریم هیڅ سرغړونه نه ده ثبت شوې.

پر ډېټا او د انرژۍ بنسټونو نور بریدونه

د اکتوبر پر ۱۲مه، کیف وویل چې مسکو په خارکیف کې یو د برېښنا مرکز ویشتلی، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې مسکو او کیف د انرژۍ پر بنسټونو د بریدونو پر درولو موافقه کړې ده.

زیلینسکي وویل چې اوکراین د وړاندیز شوي اوربند ملاتړ کوي مګر تر اوسه یې د روسیې د موافقې شواهد نه دي لیدلي. هغه پر واشنګټن غږ وکړ چې پر مسکو فشار راوړي ترڅو وړاندیز شوي اوربند ته درناوی وکړي.

کرملین وویل چې اړیکې او تماسونه دوام لري، مګر د یوې رسمياتو لرونکې معاملې پخلی یې ونه کړ.

 

وپلټۍ
د روسیې په ریازان سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د برید له امله د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د روسیې د تر ټولو لوی بانک پر ډېټا سنټر د ډرون برید شوی دی.
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
د پیسو نړیوال صندوق مشره وايي، پر سعودي بریدونه کولای شي "هر ځای" منفي اغېزې ولري
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
ایران ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي په هکله لازم توافق ته ورسېدو.
اکسیوس: "ټرمپ او نتنیاهو په اسرائیلو او امریکا کې له ټاکنو مخکې پر ایران د احتمالي برید په اړه خبرې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»