د خبري سرچینو د راپورونو له مخې، غریبآبادي روسۍ خبري اژانس «ریا نووستي» ته په خبرو کې څرګنده کړه، کله چې لازم شرایط چمتو شي، ایران او عمان کولی شي په ګډه د سمندري ترانسپورت نړیوال سازمان (IMO) کې خپل راجستریشن ثبت کړي.
نوموړي په ټینګار سره وویل، په نړیوال سمندري سازمان (IMO) کې نوملیکنه او راجستریشن پخپله په بشپړ ډول د هرمز تنګي د خلاصېدو په مانا نه ده، بلکې دغه لاره به يوازې هغه مهال د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي چې امریکا خپلي تعهدات او ژمنې په سمه توګه ترسره کړي.






















