چارواکو تایید کړه چې پر پلازمېنه ریاض د کروز توغندیو د ټوټو لوېدو له امله څلور کسان ټپیان شوي او ۱۵ ودانۍ زیانمنې شوې دي. د سعودي ملکي دفاع اعلان وکړ چې د حوثیانو لخوا توغول شوي دوه کروز توغندي د هوایي دفاع لخوا په فضا کې ویشتل شوي او شنډ شوي وو، مګر د توغندیو لګېدلو پارچو دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم سطحي ټپیان کړي دي. د بیړني غبرګون ټیمونه سمدلاسه سیمې ته رسېدلي ترڅو طبي مرستې او امنيتي تدابیر برابر کړي.
نتنیاهو اشغال شوې لوېدیځې غاړې ته د بېځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنېدل رد کړل
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې له شمالي کډوالو کمپونو څخه د بېځایه شویو فلسطینیانو بېرته راستنېدل په کلکه رد کړل او ژمنه یې وکړه چې پوځ به د سیمې دایمي اشغال وساتي. نتنیاهو دا څرګندونې د تولکرم کمپ ته نږدې د دفاع وزیر اسرائیل کاټز او لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره د لیدنې پر مهال وکړې. د اسرائیلو د سترې محکمې له لوري حکومت ته د بېځایه شویو خلکو د بېرته ستنولو د مهالویش له غوښتنې وروسته، نتنیاهو په مستقیم ډول محکمې ته په ځواب کې وویل: «دا عام اوسېدونکي نه دي، دا ترهګر دي.»
د هند په بهار ایالت کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۳ تنه ماشومان مړه شوي دی
د هند په ختیځ ایالت بهار کې د ګنګا سیند په غاړه د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د اوښتو او ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي، چې ټول د ۱۵ کلونو او تر هغه د ټیټ عمر ماشومان وو. سیمه ییزو چارواکو وویل چې د ژغورنې ټیمونو د ۱۳ ماشومانو جسدونه موندلي او له ۶ تر ۷ پورې نور مسافر ژوندي ژغورل شوي دي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا غمیزه زړه بوږنونکې بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د مالي مرستو اعلان کړی دی.
د امریکا د استازو جرګې یوې غړې د کورني امنیت وزارت (DHS) او د کډوالۍ ادارې (ICE) د لغوه کولو طرحه وړاندې کړه
د امریکا د استازو جرګې دیموکراتې غړې ډیلیا رامیرز (Delia Ramirez) یو نوی قانون وړاندې کړی چې له مخې یې د کورني امنیت وزارت ، د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو اداره او د سرحدونو ساتنې اداره لغوه کېږي. د "بیا ډیزاین شوي امنیت قانون" تر عنوان لاندې د دې طرحې موخه د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته د جوړ شوي وزارت پر ځای د ټولنې په محور کې د داسې نوې فدرالي ادارې رامنځته کول دي چې د مدني حقونو، عامه خوندیتوب او کارګرو کورنیو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.
ملګرو ملتونو په توره بحیره کې پر ملکي بېړیو بریدونه وغندل
ملګرو ملتونو په توره بحیره کې پر سوداګریزو کښتیو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا ګواښونه د غلو او خوراکي توکو نړیوال اکمالاتي ځنځیرونه ګډوډوي او د توکو نرخونه لوړوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د بلغاریا ساحل ته نږدې وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، پر ملکي بېړیو بریدونه د منلو وړ نه دي او د نړيوالو بازارونو او سمندري کارکوونکو خوندیتوب له جدي خطر سره مخ کوي.
























