د اړیکو ریاست د څرګندونو له مخې، په دغه ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې وروستي پرمختګونه او پر سعودي عربستان ترسره شوي بريدونه وڅېړل شول.
ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته وویل چې تورکیه د سعودي عربستان پر خاورې د حوثیانو بريدونه په کلکه غندي، او د پېښې پر قربانيانو يې خواشیني څرګنده کړه او د تسلیت مراتب يې وړاندې کړل.
وړاندیز شوي
اردوغان څرګنده کړه چې ترکیه به په راتلونکې موده کې هم د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه وي او باور لري چې دا ازموينه به په بریالیتوب سره تر شا کړي.




















