نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې یوه بالستیک توغندی د CHP-4 په نوم یو برېښناکوټ په نښه کړ.
زیلینسکي ویلي دي چې لویدیځ د سخت غبرګون د نه ښودولو له امله روسیې پر اوکراین خپل بریدونه شدید کړي
اوکراین

د ولادیمیر زیلینسکي په خبره، د روسیې یوه بالستیک توغندي په کییف کې پر یوه برېښناکوټ لګېدلی، په داسې حال کې چې اوکراین خپلو لویدیځو متحدینو څخه مخکې تر مخکې خبرداری نه و ترلاسه کړی.

اوکراین د راتلونکو روسي بریدونو د پېژندلو او خپلو اهدافو د ټاکلو په برخه کې په پراخه کچه پر لویدیځو، په ځانګړې توګه پر امریکایي استخباراتو تکیه کوي.

زیلینسکي په فیسبوک کې لیکلي: «پر کییف د روسیې د بالستیک توغندي برید. یو ځل بیا، زموږ د ملګرو له لوري هېڅ مخکېنی خبرداری نه و ورکړل شوی.»

هغه زیاته کړه: «اصلي هدف د انرژۍ بنسټونه وو، په ځانګړې توګه د CHP-4 برېښناکوټ. له بده مرغه، دغه برېښناکوټ په نښه شو او وویشتل شو.»

د بله پلوه  د فرانسې خبري آژانس (AFP) خبریالانو د اوکراین په پلازمینه کیف کې د څو چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړی دی.

زیلینسکي وویل چې د اوکراین دفاعي سیسټمونو توغندي یوازې هغه مهال وپیژندل کله چې هغوی ښار ته ډېر نږدې شوي وو.

هغه زیاته کړه: «دا یوه بشپړه بې عدالتۍ ده: کله چې دوی زموږ بنسټونه له منځه وړي، او اوکراین ته د بالستیک توغندیو د توغولو په اړه حتی مخکېنی خبرداری هم نه ورکول کېږي.»

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل، په همدې برید کې چې په ډیسنیانسکي سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ هم وشو، لږ تر لږه دوه کنه وژل شوي دي. هغه وویل چې شاوخوا ۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دوشنبې پر شپه د سه شنبې تر سهاره پورې، د کییف اوسېدونکو د هوايي برید له زنګونو مخکې د روسیې د بریدونو چاودنې اورېدلې، یو داسې شی چې په تېر کې ډېر کم لیدل شوی و.

د سه شنبې په ورځ، اوکرایني چارواکو دا وضعیت د روسیې د پوځ لخوا د هغو توغندیو کارولو ته منسوب کړ چې کشف کول یې سخت دي او یا یې احتمالي تخنیکي ستونزې بللې دي.

په ورته وخت کې، د روسیې د ساراتوف سیمې په ولګا سیند غاړه پر بالاکوو ښارګوټي د اوکراین یوې ډرون برید یو تن وژلی او کورونو ته یې زیان رسولی دی، دا خبره د دغه ولایت والي رومن بسارګین په ټیلیګرام کې وکړه او نور جزئیات یې ورنکړل.

بالاکوو د یو اټومي برېښناکوټ او یوه هایدرو برېښناکوټ کوربه دی، چې بند یې پر ولګا سیند غځېدلی دی.

د یکشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې ټروټ سوشیل (Truth Social) شبکې له لارې د یو ناڅاپي «د انرژۍ اوربند» اعلان وکړ او ویې ویل چې روسیه او اوکراین پر برېښناکوټونو او د تېلو پر پاکولو کارخانو د خپلو سختو او اوږدمهاله بریدونو د پای ته رسولو پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

ټرمپ څو ځله پر روسي تېلو د پاکولو پر کارخانو د بریدونو له امله پر زلینسکي سختې نیوکې کړې دي او د خېل په ورځ یې وړاندیز وکړ چې «د اوکراین لپاره وخت رارسېدلی چې یو نوی ولسمشر ولري.»

وپلټۍ
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده