د چارشنبې په ورځ د روسیې د دولتي «سبربانک» (Sberbank) یوه اجرایوي مسوول وویل، د دغه بانک پر یوه ډېټا سنټر د ډرون برید شوی، مګر د بانک سیسټمونه او خدمتونه په عادي ډول کار کوي.
سبربانک د شتمنیو او د پیرودونکو د شمېر له مخې د روسیې تر ټولو لوی بانک دی.
دا برید د روسیې د انټرنیټي بنسټونو د په نښه کولو په موخه د اوکراین د ځوابي بریدونو وروستۍ پېښه ښکاري.
د روسیې تر ټولو لوی ټیکنالوژیک شرکت «یان دکس» (Yandex) د میاشتې له پیل راهیسې پر خپلو ډېټا سنټرونو د لږ تر لږه درېیو ډرون بریدونو راپور ورکړی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د سبربانک د مرستیال الکساندر ویدیاخین له قوله لیکلي: «موږ پر ډېټا سنټر برید تاییدوو.» سرچینې ویلي چې دغه ډېټا سنټر د بالاکووو په سویل کې موقعیت لري.
نوموړي زیاته کړه: «د سبربانک ټول سیسټمونه او خدمتونه په عادي ډول فعال دي.»
د یادې سیمې والي رومان بوسارګین د چارشنبې په سهار په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې په بالاکووو ښار کې د اوکراین د ډرون برید له امله یو کس مړ شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، اوکراین (چې سمدستي یې په دې اړه تبصره نه ده کړې) د شپې لخوا پر روسیې او ضمیمه شوې کرېمیا شبه جزیرې له ۹۰۰ څخه ډېر ډرونونه توغولي دي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې مسکو او کیف دواړو خپلو لېرې بریدونو ته شدت ورکړی، او مسکو په وروستیو میاشتو کې د اوکراین ډېټا سنټرونه او لوژستیکي مرکزونه تر بریدونو لاندې ساتلي دي.





















