نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
ادعا شوې چې په منځني ختیځ کې مېشت امریکایي ځواکونه چمتو دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امر ترلاسه کولو وروسته، په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران نوي او احتمالي لوی بریدونه پیل کړي.
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
ټرمپ

د سي ان ان په هغه راپور کې چې د دوو امریکایي چارواکو په حواله ورکړل شوی او نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، ویل شوي چې امریکا پر ایران د لویو بریدونو پلانونه لري او که ټرمپ پرېکړه وکړي، کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې دغه بریدونه پیل کړي.

په راپور کې ټینګار شوی چې په سیمه کې د احتمالي بریدونو لپاره کافي ځواکونه شتون لري او دا ادعا هم شوې چې د امریکا د نویو بریدونو پراخوالی ښايي د اوسني وضعیت د ساتلو له هڅو څخه هم واوړي.

په راپور کې ویل شوي چې ځینو اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو اټکل کړی چې د برید په اړه د ټرمپ امر ښايي د کال تر پایه په هر وخت کې صادر شي، خو زیات احتمال شته چې دا کار به له منځمهاله ټاکنو وروسته ترسره شي.

په راپور کې د چارواکو دا نظر هم وړاندې شوی چې ټرمپ تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې له منځمهاله ټاکنو وروسته به څه کوي، خو "داسې ښکاري چې د یوه لوی اقدام د امر ورکولو ته لېواله دی." خو په ورته وخت کې یادو چارواکو دا هم وریاده کړې چې ټرمپ په تېر کې هم ځینو اقداماتو ته لېواله ښکارېده، مګر په وروستۍ شېبه کې یې شا تګ کړی (له خپلې پرېکړې په شا شوی) دی.

وپلټۍ
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي