د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو اختر او د تورکیې د ملي شورا د پرانیستلو د
۱۰۶مې کالیزې په مناسبت، لومړی د پارلمان په انګړ کې د اتاترک د څلي مخې ته مراسم ترسره شول. د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اتاترک څلي ته د سرو او سپینو ګلانو ګېډۍ کېښوده، چې ورپسې د درناوي مراسم ادا شول او د تورکیې ملي سرود وغږول شو.
په دغو مراسمو کې د ملي شورا مرستیالانو، د ګوندونو استازو، د پارلمان غړو او اداري
کارمندانو ګډون کړی و. له دې مراسمو وروسته، نعمان کورتولموش او ورسره پلاوی د
موټرو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه په بسونو کې د اتاترک مزار ( انت کبیر ) ته لاړل او د اتاترک د مزار زیارت يي وکړ.
پلاوی د "زمریانو لارې" څخه په پلې تګ سره د غازي مصطفی کمال اتاترک
مزار ته ورسېد. هلته کورتولموش د مزار په وړاندې د ګلانو ګېډۍ کېښوده او بیا ملي
سرود وغږول شو. په دې مراسمو کې د تورکیې ولسمشر مرستیال جودت یلمز، د کورنۍ او ټولنیزو خدمتونو وزیرې، د پوهنې وزیر، د روغتیا وزیر، د جمهوریت خلق ګوند مشر اوزګوراوزل او نورو ګوندي مشرانو برخه اخیستې وه.
نعمان کورتولموش لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د هغه معنوي حضور ته د درناوي مراسم ترسره کړل. همداشان دلته د ملي سرود د غږیدو نه وروسته نعمان کورتولموش او ورسره ملي پلاوي د میثاق ملي څلي ته لاړل او هلته يي د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې داسې ولیکل:
"د لومړۍ شورا د پرانیستلو په ۱۰۶مه کلیزه کې، موږ د تورکیې د ډیموکراسۍ د زړه او د ملي ارادې د ځای (شورا) د لومړي مشر زیارت ته په ډېر جوش او جذبې سره راغلي یو. موږ دا لویه ورځ، چې ملت پکې په خپله د خپلې خپلواکۍ خاوند شو او اعلان یې وکړ چې حاکمیت پرته له کوم قید او شرطه د ملت دی، یو ځل بیا په پوره اخلاص سره نمانځو."
"د انساني ناورینونو لوی بار زموږ ماشومان پر اوږو وړي" کورتولموش زیاته کړه: "په
اوسني عصر کې د شخړو، نابرابریو او هغو انساني ناورینونو دروند بار چې د نړۍ
وجدان یې دردولی، زموږ ماشومان پر اوږو وړي. په داسې یو وخت کې د اپریل ۲۳مې
مانا نوره هم ژورېږي. ځکه چې د ماشومانو ساتنه د انساني ارزښتونو او تمدن ساتنه
ده. زموږ هدف دا دی چې د داسې ټولنې بنسټ پیاوړی کړو چې پکې هر ماشوم په امن کې
ژوند وکړي، کیفیت لرونکي تعلیم ته لاسرسی ولري او د ساینس، هنر او اخلاقو په رڼا
کې د راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي."
هغه په پای کې د هېواد د ازادۍ د اتلانو، شهیدانو او غازیانو یادونه وکړه او د
درناوي مراتب یې ورته وړاندې کړل.












