د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نويل بارو وایي، د هغو کسانو پر وړاندې د اروپایي ټولنې بندیزونه چې د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې لاس لري، ښايي په څو ورځو کې تصویب شي. نوموړي زیاته کړه چې د هنګري د نوي لومړي وزیر په راتګ سره ښايي ددغه هېواد ویټو (مخالفت) پای ته ورسېږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اروپایي ټولنه ښايي ډېر ژر پر اسرائیلو د بندیزونو لګولو په لور ګام پورته کړي، ځکه چې په هنګري کې د حکومت بدلون کولی شي د دغه هېواد اوږدمهاله ویټو لغوه کړي.
ژان نويل بارو د پنجشنبې په ورځ فرانس اینفو (France Info) ته وویل، هغه له یوه کال راهیسې د هغو اشخاصو یا ادارو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په ګډون، د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې مسوول دي.
هغه په یوه مرکه کې وویل: "زه فکر کوم چې موږ به په راتلونکو څو ورځو کې د دې بندیزونو په تصویبولو بریالي شو."
بارو وویل چې دا اقدامات تر دې دمه د لومړي وزیر ویکتور اوربان په مشرۍ د هنګري لخوا بند شوي وو، خو څرګنده یې کړه چې د نوي لومړي وزیر تر ټاکل کېدو وروسته دا ویټو "پورته کېدای شي".
هغه همدا راز خبرداری ورکړ چې که د اسرائیلو پالیسۍ بدلون ونه کړي، اروپایي ټولنه نشي کولی د دغه هېواد کړنې له پامه وغورځوي.
د اروپایي ټولنې او اسرائیلو ترمنځ د مشارکت تړون د ځنډولو د غوښتنو په منځ کې، چې په بشري حقونو پورې مشروط دی، وزیر وویل چې که د اسرائیلو حکومت خپله تګلاره بدله نه کړي، دا ټولنه به ونشي کړای داسې چلند وکړي چې ګواکې هېڅ نه دي شوي.
په ورته وخت کې، بارو ټینګار وکړ چې فرانسه یوازې "د ځنډولو په خاطر د ځنډولو" هڅه نه کوي او هر ډول پرېکړه باید په اروپایي کچه وشي.





