اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډېلسي رودریګز د دوشنبې په ورځ وړاندوینه وکړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به د تېلو په برخه کې د نوې پانګونې بهیر ۱.۴ میلیارد ډالرو ته ورسېږي، چې دا د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي / Reuters

وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي

د وینزویلا سرپرسته ولسمشره ډېلسي رودریګز اټکل کوي چې د نړیوالو پانګه‌ والو د جذب لپاره د پراخو اصلاحاتو له تصویب سره به د تېلو تمویل ۵۵ سلنه زیات شي، او کاراکاس به د واشنګټن د انرژۍ له اجنډا سره لا نږدې همغږی شي.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډېلسي رودریګز د دوشنبې په ورځ وړاندوینه وکړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به د تېلو په برخه کې د نوې پانګونې بهیر ۱.۴ میلیارد ډالرو ته ورسېږي، چې دا د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي، ځکه چې د هغې حکومت د لویو اصلاحاتو له لارې د هیواد د انرژۍ پراخه سکتور بهرنیو او خصوصي پانګې ته خلاصوي.

رودریګز په کاراکاس کې د تېلو د اجرائیه رییسانو، وکیلانو او قانون‌جوړونکو ته د وینا پر مهال وویل چې د پانګونې تمه کېدونکی زیاتوالی د هایدروکاربن د قانون له پلان شوو بدلونونو سره تړاو لري، چې دا مهال د ملي اسمبلۍ مخې ته پراته دي.

دغه قانون به د لسیزو راهیسې ټینګ دولتي کنټرول پای ته ورسوي او خصوصي شرکتونو ته به د خامو تېلو د استخراج او سوداګریز کولو لپاره لا ډېره ازادي ورکړي — دا د هوګو چاویز او نیکولاس مادورو له دورې څخه یو پراخ بدلون ګڼل کېږي.

رودریګز وویل: «تېر کال پانګونه نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسیده او د روان کال لپاره د ۱.۴ میلیارد ډالرو پانګونې لاسلیک شوې دي»، او ټینګار یې وکړ چې موخه یې دا ده چې هغه هېواد چې د نړۍ تر ټولو لوی ثابت شوي د تېلو زېرمي لري، د تولید له پلوه په یوه «ستر ځواک» بدل کړي.

د امریکا تر فشار لاندې قانون‌ جوړونکي

د پانګې د جلب لپاره د رودریګز هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې، د مادورو له تښتونې وروسته، د امریکا او وینزویلا د انرژۍ اړیکې په چټکۍ سره نرمې شوې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر فشار لاندې، قانون‌ جوړونکو هغه اصلاحات تایید کړي دي — چې په لومړۍ پارلماني لوستنه کې تصویب شوي — او دا کولی شي د دې لارې هواره کړي چې امریکايي او نور نړیوال د تېلو شرکتونه د هېواد په تېلو ډګرونو کې په لا خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

خو منتقدین او د صنعت اجرائیه چارواکي وايي چې د اصلاحاتو مسوده، که څه هم سمدستي پانګونه هڅوي، ښايي لا هم د هغو ژورو حقوقي روڼتیاوو او خوندیتوبونو له پلوه کمه وي چې د لویې کچې تمویل د راجلبولو لپاره اړین دي، او ځینې ټینګار کوي چې د بهرنیو شرکتونو د ډاډ لپاره لا نورو بدلونونو ته اړتیا ده.

۳۰۰ میلیونه ډالر لا دمخه ترلاسه شوي

د رودریګز حکومت لا دمخه د تېلو د بیا پیل شویو پلورنو مالي ګټې ترلاسه کول پیل کړي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، هغې اعلان وکړ چې وینزویلا د واشنګټن سره د یوې هوکړې له مخې د تېلو له عوایدو څخه ۳۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي — دا په تېرو کلونو کې د بندیزونو او د تولید د سقوط وروسته، د نوي سوداګریز ترتیباتو تر چتر لاندې لومړنۍ پیسې دي.

دغه اصلاحات د تولید د زیاتولو موخه هم لري، او د وینزویلا د تېلو تولید له تاریخي ټیټو کچو څخه د لوړوالي په حال کې دی.

چارواکي او شنونکي وايي چې عصري کول او خصوصي پانګونه د لسیزو د کمښت د بیرته راګرځولو لپاره بنسټیز ارزښت لري، خو سیاسي بې ‌باوري، نه حل شوي بندیزونه او حقوقي پوښتنې لا هم د اوږدمهاله راتلونکې پر وړاندې سیوری غوړوي.

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي