سیاست
2 د لوستلو دقیقې
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي
امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته د محدودو بریدونو او پر زیربناوو د بریدونو په ګډون د یو شمېر پوځي انتخابونو په اړه غور کوي.
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي / Reuters

د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس او ملګري پلاوي یې په اسلام‌اباد کې د خبرو اترو مشري کوله، خو دا بحثونه بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدل.

یادې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکارانو د روان بندون ماتولو لپاره په ایران کې د محدودو پوځي بریدونو بیا پیلولو او د هرمز تنګي د سمندري کلابندۍ په اړه مشورې کړې دي.

ټرمپ په فلوریډا کې له خپل استوګنځای څخه له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، که تاوتریخوالی زیات شي، د ایران د برېښنا او اوبو تاسیسات په نښه کېدی شي. هغه وویل: "زه نه غواړم دا کار وکړم، خو دا د هغوی اوبه دي، د اوبو د مالګې پاکولو دستګاوې دي او د برېښنا تولید مرکزونه دي چې ویشتل یې ډېر اسانه دي." هغه په ډاګه کړه چې ټول انتخابونه د میز پر سر پراته دي.

د کلابندۍ تګلاره
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي چې ولسمشر "په هوښیارۍ سره ټول اضافي انتخابونه تر میز لاندې ساتلي" او دا یې تایید کړه چې د هرمز تنګي سمندري بندیز د ایران د "باج اخیستنې"  پای ته رسولو لپاره ډیزاین شوی دی.

واشنګټن غوښتنه کوي چې ایران باید د یورانیمو هر ډول غني کول ودروي، خپل تاسیسات له منځه یوسي او د امنیت یو پراخ چوکاټ ومني.

د دې کلابندۍ هدف د ایران د تېلو د عوایدو قطع کول دي، کوم چې د دغه هېواد د حکومت نږدې نیمه بودیجه جوړوي.

خو دا کړنلاره له ځان سره خطرونه هم لري؛ ځکه د ایران ساحلونو ته نږدې امریکايي جنګي بېړۍ کېدی شي له کوم مخکیني خبرداري پرته د ډرون او توغندیو له بریدونو سره مخ شي.

وپلټۍ
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
حوثي ملیشو د یمن پر عدن ښار ګڼ توغندیز بریدونه کړي
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ