لاریون کوونکو او ګډونوالو د تورکیې یو لوی بیرغ پرانیست.د سومالیا د لومړي وزیر د دفتر عامه اړیکو مرستیالې، نصرې بشیر علي (Nasra Bashir Ali)، پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې د دغو منندویو غونډو انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي.
نصرې بشیر علي په خپل یادښت کې لیکلي: «د سومالیا تر څنګ د درېدو او له دغه هېواد سره د هغوی د هر اړخیزو مرستو له امله له تورکیې جمهوریت څخه د مننې په موخه په بېلابېلو سیمو کې پرتمینې غونډې او لاریونونه روان دي. مننه تورکیې!»
په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر ګډونوال، چې ترمنځ یې له مېرمنو ډکې نندارځایونه یا سټېجونه هم شته، د تورکیې او سومالیا بیرغونه په لاس کې لري.
وړاندیز شوي
ګډونوالو د تیرکیې یو خورا لوی بیرغ پرانیست او له سومالیا سره د انقرې د له سخاوته ډک ملاتړ له امله یې خپل د زړه له کومې مننه او تقدیر څرګند کړ.



















