نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د پای ته رسولو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په سیمه کې د پوځي ځواکونو د پرشا کولو د هدایت ورکولو لپاره «د جګړې د واکونو مسوده» تصویب کړه.
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا کانګرس

دا د جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم د جګړې واکونو قانون  دی چې د کانګرس لخوا تصویبېږي.

په استازو جرګه کې د دیموکرات ګوند د غړي سیت مولټن لخوا پر ایران د جګړې د واکونو په تړاو وړاندې شوې مسوده رای اچونې ته وړاندې شوه.

دا مسوده چې موخه یې پر ایران د بریدونو بندول او ټرمپ ته «په سیمه کې د پوځي ځواکونو د شا ته کولو» لارښوونه کول دي، د ۲۰۴ مخالفو رایو پر وړاندې د ۲۲۰ موافقو رایو سره تصویب شوه.

دې مسودې ته موافقه رایه ورکوونکو کې ۷ تنه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي وو.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې دیموکرات غړي ګریګوري میکس  په یوه لیکلي بیان کې وویل چې له ایران سره په ۲۰۰ ورځني تاوتریخوالي کې د ټرمپ ادارې هغه اهداف ترلاسه نه کړای شول چې مخکې یې اعلان کړي وو.

میکس د تېلو د بیو، انفلاسیون او د حکومت د لګښتونو پر زیاتوالي نیوکه وکړه او داسې یې وویل:

«دا د جګړې د پای ته رسولو لپاره درېیم د جګړې واکونو قانون دی چې د کانګرس لخوا تصویبېږي. د امریکا ولسمشر باید دې ناکامې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د داسې ډیپلوماټیک حل لاره ومومي چې د هرمز تنګی پرانیزي او تاوتریخوالی کم کړي؛ د دې پرځای چې د ځمکو او املاکو سوداګر وګماري، باید ریښتیني ډیپلوماټان وټاکي ترڅو په څو اړخیزه توګه کار وکړي.»

 

 

 

وپلټۍ
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د تورک دولتونو ترمنځ "ترکپول" جوړېږي
کالاس د فلسطین د غصب شوو ځمکو څخه پر اسرائیلي توکو د سوداګرۍ د بنديز ملاتړ وکړ
د الجزایر او اماراتو ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا لا ژوره شوه
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.
امریکایان دم ګړۍ د بهرنیو بریدونو پر پرتله "کورنی ترهګریزم" د هیواد لپاره  لوی خطر بولي
د پولنډ لومړي وزیر توسک اعلان وکړ چې د اوکراین او پولنډ پر سرحدي دروازې باندې ګواښ شنډ شو
ترامپ وايي؛ د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي
ترامپ د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د ۲۵مې کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي