د جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس اګسټ هاننګ، له ډنمارک څخه د دوو ماشومانو د تښتولو له قضیې سره د تړاو او د جاسوسۍ او خيانت د څېړنو په ترڅ کې نیول شوی دی.
هاننګ، چې تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو استخباراتو سازمان رئيس و، پر جاسوسۍ، د دولتي رازونو پر پلټلو، د هېواد خلاف د خیانت پر هڅه او لوړ خیانت تورن شوی دی.
دې څېړنو د هاننګ او د اسرائیل د استخباراتي شبکو (موساد او شین بېټ) د پخوانیو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د انفرادي او تحرکي اړیکو ادعاوې یو ځل بیا ژوندۍ کړې دي.
له اسرائیلي استخباراتو سره د تړاو ادعاوې
دا قضیه په ځانګړي ډول پر هغو ادعاوو تمرکز کوي چې له ډنمارک څخه د دوو هغو ماشومانو تښتول انځوروي چې له خپل پلار سټیفن هانسل (Stefan Hansel) سره یې ژوند کاوه. ادعا کېږي چې دا ماشومان د ۲۰۲۴ کال د نوي کال پر شپه په زور په یوه موټر کې سپاره کړل شول او جرمني ته له خپلې مور — د کریستینا بلاک (Christina Block) په نوم له یوې جرمنۍ متشبثې او سوداګرې — سره یوځای انتقال شول.
د هانسل هغه څرګندونې او بیان، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې یې ثبت کړي وو، د څېړنو په ترڅ کې یو ځل بیا رسنیز شول. د اسرائیل له خوا د خپرېدونکې Ynet خبري ویب پاڼې له مخې، سټیفن هانسل پلټونکو ته ویلي چې هاننګ د دغو عملیاتو په تړاو د موساد له پخواني رئیس ډیني یاتوم (Danny Yatom) سره اړیکه نیولې وه.
یاتوم منلې چې هاننګ پېژني، خو له دې قضیې سره یې هر ډول تړاو په کلکه رد کړی دی.
قضیه د لویې جاسوسۍ پر دوسيې بدله شوه
د هامبورګ څارنوالانو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د کریستینا بلاک او نورو مشکوکو کسانو پر وړاندې د څېړنو په ترڅ کې د هاننګ کور تالاشي کړ او د راپورونو له مخې یې بېلابېل اسناد او ثبوتونه ضبط کړل.
وروسته له هغې چې پلټونکو ترلاسه شوي مواد او شواهد وڅېړل، قضیه د روان کال د پیل په جریان کې د جرمني فدرالي لويې څارنوالۍ ته وسپارل شوه، کومه چې د هېواد په کچه د لویې جاسوسۍ او خیانت د قضیو د خوندیتوب مسؤلیت پر غاړه لري.
د جرمني د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، هاننګ د نړیوال امنیتي سلاکار په توګه کار کاوه او په اسراییل کې یې خپلو حرفهیي اړیکو ته دوام ورکړی و.



















