له دغو بریدونو وروسته، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا باید "تر هغه وخته چې ناوخته شوی نه وي" پوه شي چې د لوبې اصول بدل شوي دي.
قالیباف وویل: "له دې وروسته، د ایران د ګټو او امنیت پر وړاندې هر ډول برید ته به ډېر ګړندی، سخت او دردونکی ځواب ورکړل شي."
د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضایي پرون وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د هرمز تنګي څخه بهر یوه "منع شوې سیمه اعلان شي.
رضایي وویل چې دا سیمه به د فارس خلیج یوه برخه هم خپله کړي. هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې هره کښتۍ چې دې سیمې ته ننوځي، د بندیزونو په لېست کې به شامل شي.
دریو جګپوړو ایراني سرچینو ویلي چې د امریکا د بندیزونو او د تېلو د صادراتو د محاصرې له امله د ایران پر اقتصاد جوړ شوي فشار پر وړاندې درېدل ورځ تر بلې سختېږي.
قالیباف، چې په ورته وخت کې د ایران جګپوړی مذاکره کوونکی هم دی، وویل چې هېواد یې اوس نه یوازې په نظامي برخه کې، بلکې د تولید او د خلکو د معیشت په برخه کې هم مبارزه کوي.
قالیباف اصلي ستونزې د اسعارو د بیو بدلون، انفلاسیون (ګراني)، بېکاري او د بازار مدیریت وباله. هغه زیاته کړه چې ایرانیان ستونزې زغملی شي خو بد مدیریت نشي زغملی، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.




















