د ایران د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د هرمزګان د سمندري چارو او بندرونو عمومي رییس حسیني تختي د نفتي توکو د صادراتو په اړه پورته څرګندونې وکړې.
حسیني تختي وویل، د هغې جګړې چې د امریکا په بریدونو سره پیل شوه او د روان کړکېچ ترڅنګ د زیاتو شویو بندیزونو سره سره، د هېواد د نفتي توکو صادرات هیڅکله نه دي درېدلي او لا هم دوام لري.
وړاندیز شوي
حسیني تختي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د هرمز تنګي ته څېرمه د هرمزګان ایالت په بندر عباس ښار کې د شهید رجايي له بندر څخه د نفتي توکو صادرات هم دوام لري، داسې وویل:
"(د مارچ له ۲۱مې نېټې څخه چې په ایران کې د کال لومړۍ ورځ ګڼل کېږي) په ۶ میاشتنۍ موده کې د کښتیو ۳۲۵ عملیات ثبت شوي او په دغو عملیاتو کې ۵ میلیونه او ۱۴۰ زره ټنه نفتي توکي صادر شوي دي."
















