نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
د چین ولسمشر شي جین پینګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین په شینزین ښار کې خپله لومړنۍ مخامخ درې‌اړخیزه غونډه پای ته ورسوله.
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده.
شي، ټرمپ او پوتین درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده. / AP (Wire)

دریو واړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا تر خبرو مخکې شاوخوا ۱۵ دقیقې رسنیو ته ویناوې وکړې. شي جین پینګ د دریو واړو قدرتونو ترمنځ مثبت تعامل «اختیاري نه، بلکې یوه اړتیا» وباله او ویې ویل چې ستر هېوادونه د نړیوالو ننګونو په حل او د نړیوالې سولې په ساتلو کې ځانګړي مسوولیتونه لري.

پوتین وویل چې روسیه، چین او امریکا کولی شي د متقابل درناوي، برابرۍ او متوازنو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له لارې د نړۍ په ثبات کې مهم رول ولوبوي. بلخوا ټرمپ وویل چې دا درې واړه هېوادونه د اټومي وسلو د کمولو او د هغوی د کارولو د خطر د راټیټولو په اړه د خبرو لپاره په یو «ځانګړي دریځ» کې قرار لري.

اټومي بې‌وسلې کول او د وسلو نه خپرېدل

 ټرمپ د نړۍ د دریو سترو اټومي قدرتونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی د اټومي وسلو د کمولو او د هغوی د کارونې د مخنیوي مسوولیت لري. نوموړي زیاته کړه چې درې‌اړخیزه همکاري د اټومي وسلو د خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لپاره «حیاتي» ده او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنکړي.

د سټاکهولم د سولې د نړیوالو څېړنو انسټیټیوټ د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې چین شاوخوا ۶۲۰ اټومي سرګلولې درلودې، په داسې حال کې چې امریکا ۵،۰۴۲ او روسیې ۵،۴۲۰ اټومي سرګلولې لرلې. بیجینګ تر دې وړاندې په وار وار د اټومي وسلو د کمولو په خبرو کې له ګډون څخه ډډه کړې او دلیل یې دا ښودلی چې د اټومي وسلو زېرمه یې د واشنګټن او مسکو په پرتله خورا کوچنۍ ده.

د روسیې او اوکراین جګړه او سیمه‌ییزې شخړې

پوتین وویل چې درې واړه هېوادونه د اوکراین د جګړې په ګډون د سیمه‌ییزو شخړو په حل کې ګډې ګټې لري. هغه زیاته کړه چې دا موضوع له شي او ټرمپ سره د ده په دوه‌اړخیزو لیدنو کې هم مطرح شوې وه. ټرمپ هم تایید کړه چې له پوتین سره د ده مخکینۍ دوه‌اړخیزه ناسته تر ډېره پر همدې جګړې متمرکزه وه او هیله یې وښوده چې مسکو او کیف د جګړې پای ته رسول غواړي.

پوتین همداراز وویل چې درې واړه قدرتونه باید پر نړیوالو او سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو، خوراکي خوندیتوب او د انرژۍ پر امنیت هم خبرې وکړي. هغه د نړیوالې سولې په ساتلو کې د دوی ګډ مسوولیت ته په اشارې یادونه وکړه چې روسیه، چین او امریکا د دویمې نړیوالې جګړې له ګټونکو هېوادونو څخه وو.

نړیوال قوانین او نړیوال بنسټونه

پوتین وویل چې دا درې هېوادونه د ملګرو ملتونو تر څنګ د رامنځته شوي نړیوال حقوقي سیسټم د ساتنې مسوولیت لري، ځکه دوی د دغه سازمان له بنسټ اېښودونکو څخه وو.

بلخوا، ټرمپ اعلان وکړ چې پلان لري له چین او روسیې سره په ګډه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) پر وړاندې د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره ګډ اقدامات وړاندیز کړي. نوموړي دا محکمه چې هېڅ یو له دغو دریو هېوادونو یې غړیتوب نه لري، «له کنټروله وتلې» وبلله او ادعا یې وکړه چې له خپل صلاحیت څخه یې سرغړونه کړې ده.

د سترو قدرتونو ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار

 شي جین پینګ پر دریو واړو هېوادونو غږ وکړ چې د نړیوالو ننګونو د حل او د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ګډ کار له لارې یوه بېلګه وړاندې کړي. هغه وویل چې چین غواړي له امریکا سره رغنده او باثباته ستراتیژیکې اړیکې وپالي او په ورته وخت کې له روسیې سره خپل هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت ته دوام ورکړي.

ټرمپ هم پر دوامداره ډیالوګ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نړیوالو شخړو د حل لپاره تعامل اړین دی. هغه وویل: «د زاړه فکر له مخې له خبرو کولو څخه په ډډه کولو سره هېڅ ستونزه نه ده حل شوې، او د تعامل د فرصتونو په ردولو سره هېڅکله سوله نه ده رامنځته شوې.»

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي